افغانستان

محب: د امریکایي پوهنتون استادان په موږ حق لري، چې د خلاصون هڅې یې وکړو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ لړم، ۱۳۹۸ل):د ګډ حکومت د ملي امنیت شورا سلاکار «حمدالله محب» وایي، خلیلزاد کابل ته د سولې د خبرو په هدف نه، بلکې د طالب زندانیانو سره د امریکايي پوهنتون د استادانو د تبادلې په موخه سفر کړی وو.

محب چې په کابل کې یې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې، وویل « کابل ته  د خلیلزاد سفر د امریکایي پوهنتون د دوو استادانو د خلاصون په هدف وو، دا ښوونکي په موږ حق لري، چې د خلاصون هڅې يې وکړو، هغوی زموږ ځوانانو ته زده کړه ورکوله او موږ تیار یو په دې برخه کې همکاري وکړو.»

د محب په خبره، د چین ناسته د سولې مذاکرات نه بلکې یو بحث دی، موږ له چین وغوښتل چې ناسته وځنډوي او هغوی هم ومنله.

د نوموړي په قول، دوی د ټاکنو او نورو مهمو مسایلو له امله له چین د ناستې د ځنډ غوښتنه وکړه او که وروسته ناسته جوړېږي دوی به پکې ګډون وکړي.

محب داسې مهال د امریکايي پوهنتون د استادانو د تبادلې په برخه کې د همکارۍ ټټر وهي، چې یو شمېر سرچینې وايي، ښايي د امریکایي پوهنتون دوه تنه ښوونکي د «انس حقاني» په بدل کې ازاد شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

غلام محبه ! دا ستاسو د مالک(امريکی) غوښتنه ده چی هرومره به يی منی .

جلال

بيچاره چتى چاپلوسى كوى.

هدی

بې وجدانه! امریکایي استادان پر تا حق لري چي تاسي يې د خلاصون لپاره هڅي وکړئ، دا ستاسي د خپلي خاوري استادان چي د هغو په لاس کي دي ، هغوی پر چا حق لري چي د خلاصون لپاره یې هلي ځلي وکړي؟ لږ موده مخکي چي د کابل پوهنتون استادان د امریکایي اداري له خوا پرته له کوم شواهد او ثبوت څخه بندیان کړل سول د هغو په اړه مو هم ږغ پورته کړ؟ هغوی لکه چي زموږ جوانانو ته زده کړه نه ورکول؟! بس خدای دي انسان نه بې دینه کوي ، انسان چي بې دینه سو، خپله… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x