افغانستان

بهرنیو چارو وزارت خپل سفارتونه او کونسلګرۍ په سیاسي موضوعاتو کې له نظر ورکولو منع کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ لړم، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د بهرنیو چارو وزارت د یوه فرمان له لارې له هیواده د باندې خپلو ټولو کونسلګریو او سفارتونو ته امر کړی، چې په سیاسي برخه کې دې له نظر ورکولو ډډه وکړي.

دغه فرمان چې تېره ورځ د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال «ادریس زمان» په لاسلیک خپور شوی، پکې راغلي، چې د بهرنیو چارو وزارت د ولایتي استازولیو، کونسلګریو او سفارتونو رسمي کارکوونکي هیڅ حق نه لري، چې په ټولنیزو رسنیو باندې د هیواد د سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه بحثونه راپورته کړي.

د فرمان له مخې، که کوم کارکوونکی له دې ګام سرغړونه وکړي؛ د مکافاتو او مجازاتو د قانون له امر سره سم چلند به ورسره وشي.

بل لور ته د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ اداره «نۍ» بیا یاد قانون د بیان د ازادۍ او اساسي قانون خلاف ګام بولي.

د رسنیو د ملاتړ اداره وایي، هره دولتي او خصوصي اداره حق لري، د حالاتو په تړاو خپل نظر ورکړي، په دې شرط چې د اساسي قانون او د هیواد د ملي ګټو خلاف نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

په اشغال شوی هیواد کی حکومت، ټاکنی ، قانون ، وزارت ، سفارت او داسی نور سیاسی اصطلاحات او واژی د هیوادوالو او نړیوالو دخطاایستنی د پاره دی چه اشغال شوی هیواد او غلامی اداری ته د خپلواک هیواد او خپلواکی اداری بوی، رنګ او خوند ورکړی. د کابل د غلامی اداری دوه ایجړا یا فاحشی کله د څه ویلو یا کولو صلاحیت لری چه سفیران به یی ولری هغه وایی او هغه کوی چه د څه ویلو او څه کولو اجازه او قومانده ورکړی شوی د روسی استعمار سره یی توپیر دا چه هغه وخت به لوبوړو جارواکو سره… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x