نظــر

د روانو ټولټاکنو ځنډ/خنډ او د بغدادي وژل کېدل څه په ډاګه کوي؟!

صفي الله رائد

تیرو څو ورځو کې دوه ناببره او حیرانونکي خبرونه د رسنیو سر ټکي شول، چې لومړی یې د ابوبکر الغبدادي د وژل کیدو خبر و، چې د وژلو پړه یې رسماً ډونالد ټرمپ پر غاړۀ واخيسته.

ټرمپ وویل: ابوبکر البغدادي وړمه شپه (شنبه ۲۶) مه د سوریې په ادلب ولایت کې د امریکايي ځواکونو د عملیاتو پرمهال ووژل شو.

او دویم خبر په افغانستان کې د روانو جنجالي ټولټاکنو  ؤ، چې تر ډېره ځنډ او خنډ وروسته یو ځل بیا د کمیسیون لخوا تر شلو ورځو د بیا ځنډ خبر ورکړل شو،  چې دخلکو شکونه او اندېښنې یې لاپسې زیاتې کړې..!

داسې ګنګوسۍ هم شته چې روانې ټولټاکنې دې ګټونکی ونه لري او یا دې هم د امریکا او طالبانو تر منځ د توافقنامې د لاسلیک قرباني وګرځي.

داسې برېښي چې د ټول ټاکنو ځنډ/ خنډ او د بغدادي وژل کېدو سره د داعشیانو لمن راټولېدل  دې په قصدي ډول دغو ورځو ته غځول شوي وي؛ ترڅو امریکایي لوری په افغانستان کې خپل برخلیک یا د جګړې او یا هم د خبرو له لارې وټاکي؛  اوس چې دغه لوری له طالبانو سره په خبرو کې یو توافق ته رسیدلی؛  ډېر امکان شته چې امریکایي لوری دې له طالبانو سره توافق نامه لاسلیک او له افغانستان نه دې  نورې خپلې پښې سپکې کړي.

چې د بهرنيانو له وتلو سره به په هېواد کې د داعش سربېره د کابل اوسنۍ ادارې لمن هم ټول په ټوله ورټوله شي.

وخت وښوده چې په سیمه کې امریکایانو د ابوبکر البغدادي په مشرۍ د داعش ډله یواځې او یواځې د اسلامي امارت او د اسلامي امارت تر قیادت لاندې مجاهدینو لپاره منځ ته راوړې وه، ترڅو له دې لارې دغه واحد صف دړې وړې او د مسلمه امت په منځ کې درځونه ایجاد کړي مګر د (امریکا + داعش) له پنځو کلونو هلو ځلو وروسته بیاهم ونه توانېدۀ چې د طالبانو دغه واحد صف ټوټه کړي؛ بلاخره  امریکایانو  درک کړه چې په افغانستان کې  نور د روسیې په برخلیک اخته شوي؛ بغیر له وتو بله لار نه لري.

امریکا افغانستان کې په خپل ټول توان او قدرت سره له (جمهوریت او داعیشیت) نه د طالب غورزنګ په مقابل کې په بیلابیلو وختونو او اړخونو کار واخیست مګر په دواړو کې پاتې راغلل.

امریکا د طالب پر وړاندې د تپل شوې دمکراسي، جمهوریت او د داعیشیت په وحشت ککړو لومو کې پاتې راغله؛ ځکه غیورو افغانانو د روانو ټولټاکنو په تحریم سره وښوده چې هم یې د جمهوریت او دمکراسۍ لمن ورټوله کړه او هم یې له خپلې خاورې د داعش جرړې له بیخه ور وويستې.

په امریکا کې له تیرو څو میاشتو راهیسې د کانګريس، سي ای اې او د ډونالډ ټرمپ ادارې غړو له ډېرو ناستو او سلا مشورو او  په تیره یوه اونۍ کې کابل ته د امریکا د لوړ پوړو چاراکو ناببره پرلپسې راتګ دا په ډاګه کوي چې نور نو د لوی ښامار (امریکا) اورمېږ مات ده؛ ځکه دوی دلته هر څه پخپلو سترګو ولیدل؛ ځکه دوی په زرګونو ووژل شول خو!  نه یې تپل شوې دمکراسي کار ورکړ، نه جمهوریت او نه یې هم په لاس جوړ شوی داعیشیت ..!

دمګړۍ طالب د لوی ښامار ( امریکا) ملا ماته کړې پر میدان ولاړ دی.

امریکا ( لوی ښامار) هڅه کوي مخکې له دې چې په پوره مانا ووژل شي، خپله ماته ومني، او نور نو په مات اورمېږ خپلې پښې له دې ځایه سپکې کړي.

چې له دې سره به سیمه یو ځل بیا د استخباراتي لوبو سربېره له تپل شوې دمکراسۍ، ظلم، وحشت او داعیشیت څخه په پوره توګه پاکه شي.

عام ولسونه  به یو وار بیا د آرام ساه واخلي او د روڼ سبا دراختلو پر لور به د یو پاک او سپېڅلې اسلامي نظام شاهدان و اوسي. عنقریب ان شاءالله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

راید صاحب الله ج دی اجرونه درکړی، تاسی حقایق لیکلی ټول ښه، فعال او خپلواک مسلمان افغانان ورسره توافق لری زه به هم څه ورسره زیات کړم: لمړی: بغدادی که په خپل مرګ وژل شوی یا یی خپلو کی یو بل وژلی او لا د کوم مجاهد له خوا د میلونو مسلمانانو او مجاهدینو د وژلو غچ اخستل شوی جلا خبره ده امکان لری ( کل نفس ذایفته الموت ) مګر د امریکایانو له خوا نه وژل شوی او نه به ووژل شی. هغه د اشغالګرو ښکاری سبی دی یو څو ښکارونه یی پری تر سره کړل د افغانستان مجاهدینو… نور لوستل »

مجاهد

په اشغال شوی هیواد کی د ټاکنو نوم اخستل د دغه مظلوم او مجاهد اولس ؟ سپکاوی دی لکه ښځی ته چه نارینه او نارینه ته د ښځی نوم واخلی ، د استعمار استعماری قاموس بدل شوی مستعمری په خپله نه په غلامانو اداره او خپلواک هیواد یی تمثیلوی . تاکنی یی هم درغلنی او دموکراتیکی ټاکنی یعنی ټول ټاکنی ورته ویل ګناه ده په ۳۵ میلون خلکو کی یو میلون رایوی او هغه هم له درغلیو او تقلب کی تر سر او پښو پټی ټاکنی (( ټول )) ټکی تری لیری کړه داسی ټاکنی چه اخره کی جان کیری… نور لوستل »

Abdul-Rauf Alam

ان شاءالله.

Hidayat shinwaray

پښتو متل دي وايي سپي دي چي ليوني شو په خپله يي و وژنه او پر بل چایی مه وژنه.
بغدادي عربی لیوني سپي وه او بايد د بي غیرتو عربو په لاس وژل شوي واي خو برعکس د نړيوال استبداد په لاس مردار شو او شرمی غداره عربانو ته دي

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x