افغانستان

جوزجان کې ۲۲ امنيتي سرتيري وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ لړم، ۱۳۹۸ل):طالبانو په جوزجان ولايت کې د امنیتي ځواکونو په بالاحصار بريد کړي دی او ۲۲ امنيتي سرتيري يې وژلي دی.

يوې امنيتي سرچينې رسنيو ته ويلي دي چې طالبانو د جوزجان ولايت اقچه ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په بالاحصار بريدونه کړي دي چې په نتيجه کې يې ۲۰ عسکر او دوه پوليس وژل شوي دی.

د جوزجان د ولايتي شورا غړی امرالدین دانشجو ويلي دي چې د ۲۲ امنیتي سرتيرو د وژل کېدو سربيره پنځه تنه طالبانو ژوندي له ځان سره وړي دي.

يه شمال کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو مسؤلينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بیا ويلي دي چې په بالاحصار بريد کې يې ۲۷ عسکر وژلي دي او پنځه يې له ځان سره ژوندي بیولي دی.

مجاهد وايي چې په دې بريد کې يې زياته اندازه نظامي توکي او وسايط هم نيولي دي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په امنيتي ځواکونو د طالبانو بریدونه زيات شوي دی چې له امله يې د امنیتي سرتيرو په مرګ ژوبله کې هم زياتوالی راغلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x