افغانستان

حکومت په کونړ باندې د پاکستان راکټي بریدونه غندلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ لړم، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت وایي، په کونړ ولایت باندې د پاکستاني پوځيانو بریدونه د نړیوالو اصولو خلاف ګام دی او باید پای ته ورسېږي.

د حکومت د یوه مشر «اشرف غني» ویاند «صدیق صدیقي» په خپل ټويټر لیکلي «افغان حکومت ډیورنډ فرضي کرښې ته پر نږدې سیمو د پاکستاني پوځیانو راکټي بریدونه د بین المللي قوانینو ښکاره نقض بولي او هغه په شدت محکوموي. موږ سمدستي د پاکستان له لوري د دغه ډول اقداماتو د درېدو غوښتنه کوو.»

یاده دې وي، چې په تېرو دریو ورځو کې د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د افغانستان د دولتي او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښتې شوې، چې په پایله کې یې د مرګ ژوبلې راپورونه هم ورکول شوي.

د کونړ سیمه ییز چارواکي وايي، جګړه د پاکستان له لوري په فرضي کرښه باندې د جوړېدونکو نویو تاسیساتو له امله رامنځته شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

دا له اوله شکرور دروغ او اشغلګر هڅه لری چه د امریکا له اشغال دپاکستان اشغال ته د خلکو پام واړوی او په دی واسطه د هیوادوالو او نړیوالو ذهنیت بدل او مغشوش کړی روسانو به هم پاکستان او امریکایان هم پاکستان یادوی په داسی حال کی چه د پاکستان فوځ ته امریکا هر کال څو بیلونه دالر ورکوی او لوړپوړی عسکری جنرالان یی اروپا او امریکا کی روزل شوی که باکستان د سرحدی سیمو د نیولو هڅی ولری د توغندیو به ځای باید ښه وضع ورسره وکړی چه د کابل د غلامی اداری په ځای د پاکستان غلامه اداری… نور لوستل »

جميل

شاباش بيهمتو ، ويی غندی ، سبا که يی نيم هيواد لاندی کړ بيايی وغندی ، بل سبا که د ښځو په کوټو در ن نوتل بياهم لاس تر زنی لاندی ورته کښينی او ويی غندی . تف او لعنت دی وی پر داسی بيهمتو چی د غټو نړیوالو سره د امنيتی قراردادونو د لاسليک سربيره يی بياهم پاکستان په توپو ولی خو دا بيهمته يی د تل پشان بيا په ګوزو ولی . دا عجيبه مخلوق دی چی نه ايمان لری ، نه وجدان ، نه ناموس او نه هم کوم ن نګ او نښان ، په رشتيا چی… نور لوستل »

اجمل

طالبان خو یی د غندلو همت او زړه هم نلری.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x