ورزش

آی سي سي پر شکيب الحسن دوه کاله بنديز ولګاوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ لړم، ۱۳۹۸ل): د کرېکټ نړيوالې شورا د بنګلديش کرېکټ لوبډلې پر تکړه آلراونډر شيکب الحسن د دوه کالو بنديز ولګاوه چې له برخې به يې بشپړ يو کال د کرېکټ په هر ډوله فعاليت کې برخه نشي اخيستلای.
د کرېکټ نړيواله شورا وايي چې شکيب الحسن د بکیز سره د اړیکو په اړه نړیوالې شورا ته پر وخت خبر نه ورکولو په تور دوه کاله بندیز سره مخ کړی.
پر شکیب الحسن تور پورې دی چې د ۲۰۱۸م کال د جنوري میاشتې په درې اړخیزه سیریز کې دوه واره او د همدغې کال د هند غوره لیګ په دوران کې ورسره د لوبې فکس کولو لپاره فساد کونکي اړیکه نیولې خو نوموړي نړیوالې شورا ته خبر نه دی ورکړی.
شکيب الحسن د آی سي سي دغه پريکړه چې درې واره يې له قانون څخه سرغړونه او په کرېکټ کې يې فساد کړی منلې او زياته کړې يې ده چې د تجربه کار لوبغاړي په حيث ځان پړ ګڼي.
شکیب الحسن د نړیوالې شورا د پریکړې په اړه وایي: «زه ډير خواشينی يم، په داسې لوبه کې له بنديز سره مخ کيږم چې ډيره مينه ورسره لرم، زه د نړيوالې شورا دغه پريکړه چې پر وخت مې راپور نه دی ورکړی ځان پړ او خجالت ګڼم».
نوموړی زیاتوي، «د کرېکټ نړيواله شورا لوبغاړو ته د فساد پر ضد درسونو کې تر ډيره پر پخوانيو لوبغاړو انحصار کوي، خو ما په دې هکله له آی سي سي سره تر مرسته ونه کړه، زه هم د کرېکټ مینوالو او لوبغاړو په څېر کرېکټ له هر ډوله فساد څخه لرې غواړم او په دې اړه له آی سي سي سره مرستې ته چمتو یم، څو ځوان لوبغاړي دغه ډول تيروتنې ونکړي».
پر شکیب الحسن دوه کاله بندیز لګېدلی دی چې له هر ډوله فعالیت څخه به منع وي، خو نوموړي پر خپله غلطۍ اعتراف کړی او د نړیوالې شورا پریکړه یې منلې ده، چې له کبله یې شکيب الحسن کولای شي د ۲۰۲۰م کال په اکتوبر مياشت کې يو وار بيا نړيوال کرېکټ ته راوګرځي.
د نړیوالې شورا د اصولو سره سم که د یو لوبغاړي سره فساد کونکي د درغلۍ لپاره اړیکه ونیسي او لوبغاړی پر وخت د کرېکټ نړیواله شورا، د خپل هېواد کرېکټ بورډ یا په کورني لیګونو کې د لوبډلې چارواکي خبر نه کړي مجرم ګڼل کیږي چې لږ تر لږه ۶ میاشتې او زیات نه زیات ۵ کاله سزا ورکول کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x