روغتیا

بینډۍ خواړه هم دي او د شکر پر وړاندې درمل هم

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ لړم، ۱۳۹۸ل): هندي پوهانو د بینډۍ او د دویم ډول شکر ترمنځ اړیکه موندلې، دوی وایي چې بینډۍ د وینې شکر سره مبارزه کوي او ددې کچه ټيټوي.

د شکر دویم ډول د نورو درملنو ترڅنګ د غذایي رژیم سمون ته هم ژوره اړتیا لري، په ځانګړي ډول څیړنو ثابته کړې چې یو شمېر خواړه د شکر کچې په ټيټولو کې هم مرسته کولای شي.

د برتانوۍ ورځپاڼې اکسپریس په وینا، هندي پوهانو په ۲۰۱۱م کال کې پر موږکانو د بینډۍ او شکر ترمنځ د اړیکې موندلو لپاره څيړنه ترسره کړې وه، دوی ددغې څيړنې له مخې کشف کړې وه چې وچې بینډۍ په وینه کې د ګلوکوز کچه ټيټوي.

خو کله چې د تجربې او ددې څیړنې د ثابتولو لپاره هندي پوهانو تازه څیړنه ترسره کړه، او د شکر پر ناروغانو یې د لسو ورځو لپاره لمدې بینډۍ چې د شپې لخوا په اوبو کې کیښودل شوې او بیا پر ناروغانو وخوړل شوې او دغه ډول یې ددې اوبه پرې وڅښلې، وموندل شوه چې په دوی کې د شکر کچه ټيټه شوې ده.

د یادونې ده چې پخوا په ځینو منځني ختیځو هېوادونو کې وچې سرې شوې بینډۍ د شکر ناروغۍ لپاره د درمل په ډول کاریدلې، ددې نامحلول شوي فایبر په کولمو کې د شکر جذبولو اندازه سوکه کوي، او په همدې توګه بدن کې د وینې ګلوکوز مستحکم ساتي.

بینډۍ په خپل ترکیب کې ګڼ شمېر ویټامینونه لري، د کولمو سرطان لپاره ګټه لري، د قبضیت مخنیوی کولی شي، د هډوکو پیاوړتیا کې مرسته کوي، د بدن کلسیم پوره کوي، د وینې فشار په تنظیمولو کې هم مرسته کوي او بدن کې د کولیسترول کچه هم راټيټولی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x