ټکنالوژي

پاکستان کې د کیبلو خرابوالي له کبله انترنیت ضعیفه شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ لړم، ۱۳۹۸ل): د پاکستان ورځپاڼې خبر ورکوي چې په دغه هېواد کې د اوبو لاندې د انترنیت کیبلو خرابوالي له کبله په هېواد کې انترنیت ضعیفه شوی دی.

د راپورونو له مخې په پاکستان کې د (IMEWE) او (SEAMEWE 4) انترنیتي کیبلو د خرابوالي له کبله انترنیت بې لیکې شوی دی چې شاوخوا ۵۰سلنه انترنیت کاروونکي ترې اغیزمن شوي دي.

د کیبلو د خرابوالي لامل تر دې مهاله نه دی په ډاکه شوی، خو د راپور له مخې ویل شوي چې انترنیت به د اوبو لاندې نورو سیستمونو ته بدل شي تر څو یو څه اندازه غوره والی ومومي، خو بشپړ خدمتونه به هغه مهال فعاله شي چې د کیبلونو خرابوالي لامل په ډاګه شي او ترمیم یې ترسره شي.

No photo description available.

د پاکستان مخابراتي شرکت (PTCL) پر فیسبوک په دغه هېواد کې د نړیوالو کیبلونو خرابوالی تایید کړی او زیاته کړې یې ده چې یوازې په پاکستان کې نه بلکې په نورو هېوادونو کې هم دغه ډول ستونزې رامنځته شوې ده.

د پي ټي سي ایل د وینا سره سم تخنیکي ډلې د انترنیت پر فعالولو لګیا دي او اوسمهال په دې اړه له کاروونکو څخه بخښنه غواړي.

د یادونې وړ ده چې دغه ډول ستونزه پاکستان کې یو وار وړاندې په ۲۰۱۷م کال کې هم رامنځته شوې وه چې په ټول هېواد کې انترنیت تر دوه ورځو بشپړ اغیزمن شوی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x