ورزش

ميسي فوټبال کې يو بل څلي ته ورسېد

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۸ لړم، ۱۳۹۸): د برسلونا مشهور ستوري ليونل ميسي په نړيوالو او کلبي فوټبال سياليو کې په فري کيک وهلو «۵۰» ګولونه بشپړ کړل.

په اسپانياوي ليګ «لاليګا» کې د ريال بلد الولید لوبډلې پر وړاندې سيالۍ کې ميسي په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه، چې دوه يې ګولونه وکړل او دوه يې ګول پاسونه ورکړل.

په دغه سيالۍ کې برسلونا سيال لوبډلې ته په ۵-۱ ماتې ورکړه او د لا ليګا ليګ په جدول کې يې د ۲۲ پواينټونو په درلودلو سره لومړی مقام خپل کړ.

۳۲ کلن ميسي د برسلونا لپاره ټول ۶۰۸ ګولونه وهلي چې له برخې يې ۴۴ د برسلونا لپاره او ۶ د ارجنټاين هېواد لپاره په فري کيک وهلې دي. نوموړی په فري کيک وهلو د نړۍ لومړی مشهور لوبغاړی دی.

فري کيک څه ته ويل کيږي؟ فري کيک هغه مهال رامنځته کيږي چې يو لوبغاړی خپل سيال ګول ته نږدې فاول يا غلطي وکړي، دغه مهال مخالف لوبغاړی يا مخامخ پر ګول سيده شاټ ووهي او يا هم بل لوبغاړي ته پاس وکړي.

ميسي په ياده لوبه کې په دوه ګولونو وهلو سره وتوانېد رونالډو ته ماتې ورکړي، نوموړي په کلبي لوبو کې ۶۰۸ ګولونه او رونالډو ۶۰۶ ګولونه وهلې دي، خو ميسي ۶۹۵ لوبې او رونالډو ۸۱۳ لوبې ترسره کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x