
کندز: طالبانو پنځه پوليس وژلي او اته يې ژوندي نيولي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ لړم، ۱۳۹۸ل): طالبانو تيره شپه د کندز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په پوسته بريد کړی دی چې په نتيجه کې يې پنځه پوليس وژل شوي او اته نور طالبانو ژوندي له ځان سره وړي دي.
د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد وايي چې د خان اباد ولسوالۍ په اختر تپه سیمه کې يې د پوليسو په پوستې بريد کې يوه اندازه سپکې او درنې وسلې هم نيولي دي.
د کندز ولايتي چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې طالبانو د امنيتي ځواکونو په پوستو بريدونه زيات کړي دي چې له امله يې د امنيتي ځواکونو په تلفاتو کې هم زياتوالی راغلی دی.