روغتیا

د نړۍ په لسو ککړو ښارونو کې دهلي لومړی او لاهور دویم دی

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۸ لړم، ۱۳۹۸ل): په نړۍ کې د ککړې هوا څخه په اغیزمنو ښارونو کې د هندوستان پخوانی او مشهور ښار دهلي لومړی نمبر لري، چې ورپسې د پاکستان مشهور او سوداګریز ښار لاهور په دویم نمبر دی.

دا چې پخوا د پاکستان لاهور ښار په ککړه هوا کې په لومړي نمبر و، د هند دهلي ښار کې د ککړتیا زیاتوالی ددې لامل شو چې لاهور دویم او دهلي لومړي نمبر پورته شو.

د راپورونو له مخې په هوا کې د ګرد او دوړو بڅرې (PM ۲.۵) شمېره باید په یو مکعب میتر کې له ۳۵ مایکرو ګرام څخه لوړه نه وي، خو دغه شمېره په لاهور ښار کې د اکتوبر په ۲۸مې نیټه لس چنده «۳۳۰» ته لوړه شوې وه چې دغه هېواد د ککړې هوا له کبله په لومړي نمبر و، خو اوس په ۲۹مه نېټه دغه شمېره له لاهور څخه زیاته په دهلي کې ښودل شوې ده.

روغتیا پوهان د درجه بندۍ له مخې د هوا ککړتیا له ۱۵۱ څخه تر ۲۰۰ درجو پورې د روغتیا لپاره زیانمنه بولي، له ۲۰۱ څخه تر ۳۰۰ پورې بې اندازې ضرري وي خو له هغې هم پورته مرګ ګواښونکي ګڼل کیږي.

د هوا ککړتیا مالومولو تر ټولو غوره اداره IQ air وایي چې د راپورونو له مخې د دهلي ښار هوا د وګړو د روغتیا لپاره بې اندازې په ګواښونکي کچه کې ده.

راپورونه وایي چې اوسمهال د هوا ککړتیا درجه په دهلي ښار کې په ۴۴۰ درجې ده چې د وګړو لپاره ګواښونکی وضعیت دی، ددې لامل په هند کې د دیوالي اختریز مراسم وو چې وړمه ورځ په کې په ستره کچه پلاستیکي بمونه، نور دغه ډول توکي وسېځل او بېلا بېل رنګونه استعمال شول.

د IQ air لیست په لسو ککړو ښارونو کې د پاکستان لاهور سربېره کراچۍ هم ده، په دغه لیست کې لومړی دهلي، د پاکستان لاهور دویم، د ویتنام هانوی، د بوسنیا سراجیوو، د بنګلدیش پلازمینه ډهاکه، د اندونیزیا پلازمینه جکارته، د پاکستان کراچي، د بلغاریا سوفیا، د سربیا بیلګرادی او د چین هېواد چینګدو ښار په لسم نمبر دی.
ل

دې وړاندې د روان ۲۰۱۹م کال په جنوري میاشت کې د همدغې ادارې سروی له لارې کابل هم د ککړو ښارونو په لومړي لسو نومونو کې ځای درلود، ویل شوي وو چې په هر ۱۰۰زره کسانو کې ۴۰۶ د ککړې هوا له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي. کابل کې د جنګونو او بېلا بېلو چاودنو سربېره ناولې اوبه او ګندګي له کبله ککړه هوا خاموش قاتل ګرځول شوی دی.

د هېوادونو له پلوه بنګلدیش په ککړه هوا کې په لومړي نمبر دی، پاکستان په دویم، هند دریم، افغانستان څلورم، بحرین پنځم، منغولیا شپږم، کویت اووم، نیپال اتم، عربي امارات نهم او نایجیریا په لسم نمبر دی.

بلخوا د هندوستان ورځپاڼې د تازه سروی له لارې وایي چې ددغه هېواد د اتر پردیش ښار «غازي اباد» د هند تر ټولو ککړه هوا لرونکی ښار دی، چې ۴۵۹ درجې ککړه هوا لري، دغه درجه د وګړو روغتیا لپاره وژونکي ثابتیدلای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x