ټکنالوژي

د پاکستان مخابراتي شرکت: هېواد کې مو انترنیت فعاله کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ لړم، ۱۳۹۸ل): وړمه ورځ د پاکستان مخابراتي شرکت خبر ورکړی و چې په بحر کې د اوبو لاندې د انترنیت تیر شوي کیبلونو د خرابوالي له کبله په دغه هېواد کې د انترنیت فعالیت کمزوری شوی دی.

د انترنیت کمزوري کیدلو له کبله نږدې ۵۰سلنه انترنیت کاروونکي اغیزمن شوي وو، خو اوس د پاکستان مخابراتي شرکت (PTCL) خبر ورکړی چې یاده ستونزه یې حل کړې او په هېواد کې یې د انترنیت خدمتونه فعاله کړي دي.

دوی وایي چې دغه ستونزه یې نن د چهارشنبې په ورځ د سهار په پنځو بجو شاوخوا حل کړې ده.

بل لوري ته د انترنیت کاروونکو د پي ټي سي ایل ورکړل شوي خبر ته په تبصره کې لیکلي چې په بشپړ ډول انترنیت نه دی فعاله او دوی لا هم ستونزې مومي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x