افغانستان

طالبانو د ملا عبدالقیوم ذاکر په اړه د حکومت ادعاوې رد کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ لړم، ۱۳۹۸ل): طالبان وایي، ملا عبدالقیوم ذاکر د رهبري شورا غړی دی، په ټولو تصامیمو کې ونډه لري او په اړه یې څرګندونې د تفرقې اچولو د هڅو برخه ده.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه لیکي «د مزدور دښمن بیلابیل چارواکې د مجاهدینو ترمنځ د تفرقو اچولو د هڅو په لړ کې وخت په وخت ادعاوې کوي چې ګواکې ملا عبدالقیوم ذاکر صاحب له داعش سره یوځای شوی.اسلامي امارت د دښمن دغه پروپاګند په کلکه ردوي، ذاکرصاحب د اسلامي امارت د رهبري شورا غړی دی،په ټولو تصامیمو کې ونډه لري او هيڅ داسې څه پيښ شوي نه دي.»

د طالبانو په خبره، دا ډول څرګندونې ملت ته د تشویش پیداکولو، د «تفرقې اچولو» او «داعش» ډلې ته د کمپاین کولو هڅې دي.

یاده دې وي، چې دوې ورځې وړاندې د ګډ حکومت د ملي امنیت شورا سلاکار «حمدالله محب» په یوه خبري ناسته کې وویل، چې طالبان سره متحد نه دي او د ملاقیوم ذاکر په ګډون ځیني قوماندانان یې داعش ډلې ته ورغلي.

طالبانو هماغه مهال د حمدالله محب څرګندونې «اوتې بوتې» بللې.

ملا عبدالقیوم ذاکر د طالبانو د جنګي لیکو له پیاوړو او بانفوذه قوماندانانو له ډلې څخه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x