افغانستان

ادریس زمان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وټاکل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ لړم، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» د بهرنیو چارو د وزیر «صلاح الدین رباني» تر استعفاء وروسته «ادریس زمان» ددې وزارت د سرپرست په حیث ټاکلی.

د ارګ ویاند «صدیق صدیقي» په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي «د افغانستان ولسمشر، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ادریس زمان د نوي وزیر تر راتګ پورې ددې وزارت د سرپرست په حیث ټاکلی».

یاده دې وي، چې ادریس زمان تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x