افغانستان

زابل کې د ماین چاودنې شپږ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ لړم، ۱۳۹۸ل): د زابل ولایت په «مېزانې» ولسوالۍ کې د ماین چاودنې شپږو تنو ته مرګ ژوبله اړولې.

د زابل ولایت د امنیه قوماندانۍ آمر «ذبیح الله» اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي، چې پېښه نن ورځ «چهارشنبه» سهار مهال د مېزانې ولسوالۍ په «مراني» کلي کې رامنځته شوې.

د ذبیح په خبره، پېښه وروسته له هغه رامنځته شوه، کله چې یو مسافر وړونکي موټر د سړک د غاړې په ماین وربرابر شو.

امنیتي چارواکي په دې پېښه د دریو تنو د وژل کېدو او دریو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x