افغانستان

طالبان لوګر کې د یوه امریکایي عسکر د وژل کېدو خبر ورکوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ لړم، ۱۳۹۸ل): طالبان وايي، په لوګر ولایت کې یې په امریکایي ځواکونو برید کړی او مرګ ژوبله یې ور اړولې.

د طالبانو له لوري په همدې تړاو  خپره شوې اعلامیه کاږي « د الفتح بريمنو عملیاتو په لړ کې نن مجاهدينو د لوګر ولایت مرکز اړوند خضر سیمه کې په امریکایي اشغالګرو برید ترسره کړ.دغه برید په پایله کې یو امریکایي اشغالګر عسکر ځای پر ځای قتل او يو شمېر نور ژوبل شول .»

یاده دې وي، چې په  افغانستان کې مېشتو امریکایي عسکرو د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x