افغانستان

«جوزجان کې وژل شوي ۲۰ سرتېري د اشپژ له لوري مسموم شوي وو»

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ لړم، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه، چې د جوزجان ولایت په «اقچې » ولسوالۍ کې د ۲۰ تنو دولتي عسکرو د وژل کېدو خبرونه خپاره شول، یو شمېر سرچیني وايي، یاد عسکر لومړی د طالبانو د استخدام شوي کس له لوري مسموم شوي او تر هغه وروسته وژل شوي.

د سلام وطندار د راپور په بنسټ، د اقچې ولسوالۍ د بالاحصار د قرارګاه اشپږ لومړی په قرارګاه کې شته شل تنه سرتېري مسموم کړي او تر هغه وروسته یې طالبانو ته خبر ورکړی.

د اقچې ولسوالۍ ولسوال «غلام سخي سبحاني» هم په اقچې ولسوالۍ کې د عسکرو تلفات مني، د یادې ولسوالۍ امنیتي وضعیت ترینګلی بولي او په خبره یې، د شلو سرتېرو تر څنګ دوه ملکي کسان او دوه تنه اربکیان هم وژل شوي.

یاده دې وي، چې په جوزجان ولایت کې د امنیتي سرتېرو دې ډله ییزې وژنې،  توند غبرګونونه راوپارول، په ولسي جرګه کې د یاد ولایت استازو امنیتي چارواکي په پېښه کې پړه وبلل او په ناغیړۍ یې تورن کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x