
افغانستان
سیاسي فعال «حسن حقیار» په یوه وسلوال برید کې ټپي شوی
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ لړم، ۱۳۹۸ل): د چارو شنونکی او سیاسي فعال «محمد حسن حقیار» په کابل ولایت کې د نامعلومو کسانو په ډزو کې ټپي شوی.
د کابل پوهنتون استاد «فیض محمد ځلاند» د حقیار د ټپي کېدو خبر ورکړی او یاده کړې يې، چې نوموړی د اریانا ټلویزون مخې ته ویشتل شوی.
حسن حقیار د افغانستان په تلویزوني بحثونو کې د حکومت د سولې ضد پالیسیو دکلک منتقد او د سولې د هڅو د فعال په توګه پېژندل کېږي، چې څه موده وړاندې د ملي امنیت له لوري نیول شوی هم وو.
یاده دې وي، چې په دې وروستیو کې د حکومت تر زنه لاندې د هیواد سیاسي او سوله ییز فعالان له مختلفو لارو ګواښل کېږي، څه موده وړاندې هم دوو تنو د سیاسي فعال «نظر محمد مطمئن» د ترور هڅه کړې وه؛ خو بریالي شوي نه وو.
بسم الله الرحمن الرحيم ط اولاً محترم حقيار ته د الله سبحان وتعالی څخه عاجله شفأ غواړم .او دکورنۍ د غړو سره يي خپله خواخوږي شريکوم. داڅرګنده ده ، چي د کابل غير قانوني او غير شرعي حکومت غواړي ، چي د سولي غوښتونکو د فعالانو ږغ د بيلا بيلو لارو څخه په ستوني کي وچ کړي. ، ځکه نو د يوه او بل په ترور باندي لاس پوري کوي ، څو د صلحي نورو فعالانو ته دا په ګوته کړي ، چي ستاسو برخليک به هم د حقيار برخليک وي. ولي دا مفسدين او استبدادګران په دي نه پوهيږي… نور لوستل »
حقیار صیب ته د الله (ج) صحت ورکړی. د هغه د بحثونو ډیر علاقه مند یمه.
هر څوک چه په رشتونی د دجال، دجالی سیستم ( دموکراسی ) او غلامی اداری د غلامانو مخالفت کوی ، الهی نظام غواړی خلکو ته حقایقو په ډاګه کوی هغوی به د مطمن ، حقیار او داسی نورو د برخه لیک سره مخ کیږی . دجال ورته جهنم ورکوی خو هغه جهنم په الهی جنت او چه دجال ورته جنتونه ورکوی هغه په الهی دوزخونو بدلیږی.
زه حقیار او مطمن صاحب او نورو ټولو مجاهدینو ته د الهی جنتو زیری ورکوم . که دوی د الهی نظام پلویان وژنی دوی هم یوه ورځ مړه کیږی کل نفس ذایفته الموت
جوړ تازه په خیر، بیانزی صاحب ته. بیشک،بیشک ،دا د جنتونو ویش کار د هم شروع کړ،مطمین او حقیار ته د جنتونو زیری ورکړی،پوښتنه. ته څه کاره چه د الله ج جنت ویشی؟او په خلکو د جنت زیری کوی؟ بله پوښتنه دا چه ستا په دا ایت یقین او ایمان دی چه کل النفس ذایقته الموت .نو ته ولی د مرګ ډارڅخه لندن ته تیښته وکړه؟ بیا د لندن څخه د الله ج جنتونو زیری هم په خلکو کوی، ایا په لندن کی ته د بارس جانسن بآغ چا ته ورکولی شی؟نو د الله ج جنت واکدار هم په خپله… نور لوستل »
دمتوب كريسي كي سوك كله زغم لري
ته سي رشتيا واي نو دا خو به درسره كيزي !اشنا
الله ج
دي صحت دركري او هم دي وساتي
امين
الله دی روغ رمټ کړی
دکابل په زړه کې پر محترم حقيار چې تل دحق اوحقيت په سنګرکې درېدلى دى ښيي چې دکابل بلواکه اداره کومه چې دبيان دآزادۍ نغارې ډنګوي ددې زغم نلري چې مخالف نظر واوري.دابيا ښيي چې داشغال لاندې هېوادکې ددموکراسۍ اودبيان آزادي ډنډورې اوادعاوې يوخوب اوخيال دى.پر آزادخيال حقيارصاحب بريد يوبزدلانه عمل دى چې بايدپه کلکه وغندل شي. محترم حقيارته دلوى څښتن څخه عاجله شفا غواړم اوالله تعالى دېبريدکونکي اوباداران يې مختورې کړي.
ښه دا د سولي پلوي او په خوله يې په هکله خبري کول او څه پر ويل د سولي پر دښمنانو دومره بد اغېز کوي چي ان د دغسي کسانو د ترور هڅه کوي؟ تولعنت دي سي پر دې دموکراسي !