روغتیا

ګاز لرونکي څښاک د غاښونو ریژیدلو اصلي لامل دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ لړم، ۱۳۹۸ل): د برتانیې پوهانو د یوې څیړنې له مخې کشف کړې، شکر لرونکي څښاک چې په سر کې یې ګازي څښاک شامل دي، د غاښونو د ریژیدلو او خرابېدلو لامل ګرځي، په ځانګړي ډول په هغه کسانو کې چې وزن یې زیات وي.

پوهانو په دغه څيړنه کې څرګنده کړې چې د غاښونو ریژیدلو ناروغي د غاښونو او د وریو له ناروغیو وروسته په دریم حالت کې شمېرل کیږي، او ددې اصلي لامل تیزابیت لرونکي خواړه او څښاک دي.

د شکر (خوږه) لرونکي یا ګازي څښاکونو او د غاښونو خرابوالي ترمنځ اړیکې موندلو لپاره پوهانو پر ۳۵۴۱ کسانو څيړنه ترسره کړه، د څیړنې په ترڅ کې دغه کسان پر دوه ډلو وویشل شول، چې یوې ته یې د څه مودې لپاره شکر لرونکي خوراک او ګازي څښاک ورکړل، خو بله ډله په عادي ډول پریښودل شوه.

پوهانو وموندله چې ګاز او شکر لرونکي څښاک د غاښونو خرابولو او ريژلو لوی لامل دی، په ځانګړي ډول په هغه ناروغانو کې چې ورسره د چاغوالي ناروغي هم لري، یعنې بدن یې اضافي چاغوالی لري.

د څيړنې یوه مشر ویلي چې د ځینې څښاکو چې طبیعي تیزابیت ولري لکه ګاز لرونکي څښاک او شکر لرونکي جوسونه او نور خواړه، د غاښونو د ريژیدلو او ورۍ له منځه تللو لامل ګرځي.

په دې څیړنه کې په ځانګړي ډول په چاغو کسانو غږ شوی تر څو له دغه ډوله څښاکو او خوراکونو څخه ځانونه وژغوري، ځکه چې د غاښونو ترڅنګ یې نور بدن ته هم زیانمن ثابتیږي.

پخوانيو څیړنو څرګنده کړې چې د غاښونو ریژيدل په اروپایي هېوادونو کې ۳۰سلنو ته رسیدل، چې په لومړي سر کې د وریو نرمیدل یې د تیزابیت لرونکي غذا پایله ده.

غاښونه هغه مهال ریژیږي کله چې ددې پاسنۍ برخه «ورۍ» په سوکه ډول له منځه ولاړې شي، کله د غاښونو په شکل کې هم د بدلون لامل کیږي، او د خوراک کولو یا یخې اوبو څښلو سره حساسیت مومي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x