ورزش

میسي د رونالډو پر یوه بل ریکارډ هم پښه واړوله

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ لړم، ۱۳۹۸ل): د ارجنټاین هېواد مشهور او نامتو ستوري لیونل میسي د پرتګالي مشهور لوبغاړي رونالډو یو بل ریکارډ هم مات کړ.

لیونل میسي چې د چهارشنبې په ورځ یې په لالیګا لیګ کې په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او د دوه ګولونو سربېره یې دوه ګول پاسونه هم وکړل، د رونالډو د زیاتو ګولونو ریکارډ مات کړ.

لیونل میسي چې ۳۲ کالونه عمر لري، وتوانېد چې د رونالډو د «۶۰۶» کلبي ګولونو ریکارډ چې په «۸۱۳» لوبو کې یې وهلي، په «۶۹۵» سیالیو کې مات کړ او «۶۰۸» ګولونه یې ووهل، میسي په دې لړ کې یوازې د برسلونا لپاره خو رونالډو د مانچسټر یونیټډ، ریال مدرید او یوونتوس لپاره لوبیدلی دی.

میسي په اسپانوي لیګ «لالیګا» کې د ریال بلد الولید لوبډلې پر وړاندې په زړه پورې لوبه وکړه، چې لومړی یې د یوه ګول نادره پاس وکړ، دویم یې په فري کیک وهلو حیرانونکی ګول وواهه، دریم یې بل ګول وواهه او څلورم یې د ګول دویم په زړه پورې پاس هم ورکړ. په دې سره یې سیال لوبډلې ته په ۵-۱ ماتې هم ورکړه.

د یادې سیالۍ پرمهال لیونل میسي وتوانېد په فري کیک وهلو سره پنځوس ګولونه هم بشپړ کړي، په دې لړ کې رونالډو ۵۳ فري کیک ګولونه وهلي خو له میسي یې زیاتې سیالۍ ترسره کړي دي.

لیونل میسي اوسمهال د برسلونا لوبډلې د ملا تیر په شان لوبغاړی دی، د روان پړاو سیالیو په سر کې چې کله میسي د ټپي کېدو له کبله له سیالیو بهر و برسلونا لوبډلې هم دوه لوبې وبایللې او د اسانه لوبډلو پر وړاندې یې سیالۍ مساوي کړې.

د نوموړي له راګرځېدو سره سم یې لوبډلې بریاوې خپلول پېل کړل او میسي خپلو مینوالو ته په ځانګړې کارکردګۍ ډالۍ وړاندې کړه او ورسره یې ریکارډونه هم مات کړل.

د یادونې وړ ده چې لیونل میسي، پرتګالي رونالډو (یوونتوس) او هالنډي ورجل ون دایک (لیورپول) ته په ماتې ورکولو د ۲۰۱۸م کال د فیفا غوره لوبغاړي جایزه هم په خپل نوم کړه، نوموړي په ۲۰۱۸-۱۹م پړاو سیالیو کې تر ټولو زیات ۵۱ ګولونه وهلي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x