افغانستان

د بشري حقوقو سازمان: د سې ای اې ملاتړي افغان ځواکونه په جنګي جرمونو کې ښکېل دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ لړم، ۱۳۹۸ل): د بشري حقوقو نړیوال سازمان وایي، په افغانستان کې د سې ای اې له ملاتړ څخه برخمنو ځانګړو افغان ځواکونو جنګي جرمونه ترسره کړي.

د بي بي سي په حواله، یاد سازمان په خپل نوي راپور کې ویلي، چې هغه ځانګړي افغان ځواکونه چې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې ځانګړی ملاتړ له ځانه سره لري، د ملکي وګړو په وژنه، جنګي جرمونو او له بشري حقوقو څخه په سرغړونه کې ښکېل دي.

راپور زیاتوي، چې یاد ځواکونه د ۰۴ ۰۱،۰۲،۰۳، په نامه قطعې، د کندهار یرغلیز ځواک، د خوست ساتونکی ځواک او یا هم کمپاین ځواکونو تر نامه لاندې فعالیت کوي،  په روغتونونو او عامه ځایونه کې بریدونه ترسره کوي، خلګ تري تم کوي او د ملکي تلفاتو لامل ګرځي.

د بشري حقوقو سازمان ۱۴ داسې مستندې پېښې راټولې کړې، چې له بشري حقوقو څخه ددې ځواکونو سرغړونه ورباندې ثابتېزي.

د راپور په پای کې له افغان حکومت غوښتل شوي، چې یادې ډلې دې منحل کړي.

یاده دې وي، چې پورته یاد شوي ځواکونه چې د ملکي تلفاتو او عامه وژنو په زیاتره پېښو کې لاس لري، د سرچینو په خبره، د امریکايي استخباراتو له لوري رهبري کېږي او حکومت یې د مدیریت واک نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Karwan

اجمل، غمي، عبدالله او داسي نور دالرخواره او بيناموسه تبليغاتچيان به اوس دغه دحقوقي بشر سازمان راپور ته ځه پرتوګ کوي. اوس خو موږ نه وايوه بلکي ټوله نړي درته وائي چه عسکر مو جنګي جرمونه او جنايات کوي او کمانده هم د سي ای اي ځخه اخلي! نامردو بيغيرتو په مرګ وشرميږي. کاروان

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x