نړۍ

پاکستان: اورګاډې کې د اورلګېدنې له امله سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ لړم، ۱۳۹۸ل): د پاکستان په پنجاب ایالت کې د یوه اورګاډي دننه د اور لګېدو په پېښه کې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په اساس، له کراچي ښار څخه راولپنډي ته په تلونکي اورګاډي کې نن سهار اورلګېدنه رامنځته شوې، چې له امله یې د اورګاډي زیاته برخه تخریب شوې او سلګونو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.

ویل کېږي، پېښه وروسته هغه مهال رامنځته شوه، کله چې اورګاډي دننه د پخلي په مهال په دریم نمبر کوټه کې د ګازو ډبه وچاودېده. تر دې دمه د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۵۶ تنو د وژل کېدو او لسګونو نورو د ټپي کېدو خبرونه ورکول شوي.

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، سیمې ته د ژغورنې ټیمونه رسېدلي، ټپیان روغتونونو ته رسول شوي او د سوځېدلو لاشونو د پېژندنې هڅې روانې دي.

د پاکستان لومړي وزیر «عمران خان» د پېښې په تړاو ژوره خواشینې او د قربانیانو له کورنیو سره غمشریکې څرګنده کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

الله ج دی ورباندی رحم وکړی مونږ ورسره غم شریکوو او د پاکستان له جارواکو هیله لرو چه تر اخری وسی ورسره مرسته وکړی او دعا کوو چه مونږ مسلمانان دی له داسی او داسی نورو تراجیدیو وساتی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x