افغانستان

« افغان ځواکونه په وردګو ولایت کې د ولسي وګړو کورونه نړوي»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ لړم، ۱۳۹۸ل): یو شمېر سرچینې وایي، دولتي عسکر او سیمه ییز امنیتي چارواکي په میدان وردګو ولایت کې د امنیتي پوستو د خوندیتوب په پلمه د ولسي وګړو کورونه ړنګوي.

د شمشاد تلویزون خبریال «حامد مایار» په همدې تړاو په خپله فسبوک پاڼه لیکلي « په وردګو کې سیمه ییز چارواکي او د اردو سرتېري له امریکایانو خپلو کلیوالو او وطنوالو ته ډېر پاخه دي، هلته سپین ږیري، ماشومان او زنانه له کورونو ایستل کیږي او د وړل شویو موټرو په واسطه یې د سترکو په وړاندې کورونه ور نړوي.»

مایار زیاتوي « د ملي اردو ځواکونو د وردګو ولايت د سيداباد ولسوالۍ د ملي خيلو په زاړه کلي کې د خلکو کورونه د دې لپاره نړولي دي چې د دوی پوستې له ګواښونو خوندي شي.»


که څه هم د وردګو ولایت امنیتي چارواکو د پېښې په تړاو چوپ پاتې دي؛ خو دا لومړی ځل نه دی چې حکومتي ځواکونه د عامه ځایونو او د ولسي وګړو د کورونو په تخریب تورنېږي، تر دې وړاندې هم د دولتي ځواکونو له لوري په عامه ځایونو کې د امنیتي مراکزو د جوړولو او د عملیاتو په مهال د ولسي وګړو د کورونو د تخریب راپورونه ورکول شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

که دوی افغان ځواکونه وی دوی به کله هم د افغانانو کلی نه وی نړولی امریکایان د امریکایانو کلی نه نړوی روسان د روسانو کلی نه نړوی . دوی د امریکایانو د غلامانو اجیر عسکر دی د امریکا له خوا استخدام شوی تمویل او تجیهیز او د افغانانو د وژولو او کورونو نړولو د پاره کارول کیږی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x