افغانستان

ډاکټر عبدالله عبدالله : پر حسن حقیار برید د بیان په ازادۍ برید دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ لړم، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت اجرائیه رییس «عبدالله عبدالله» وایي، په سیاسي شنونکي «حسن حقیار» باندې وسلوال برید په کلکو ټکو غندي او د بیان د ازادي خلاف کار یې بولي.

له اجرائیه ریاست څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کاږي «په ډېرې خواشینۍ سره چې مخکښ لیکوال او سیاسي شننونکی محمد حسن حقیار تېره شپه د وسله والو په برید کې ټپي شوی دی، د بیان ازادي د افغانستان د تېرو کابو دوو لسیزو له عمده او اساسي لاسته راوړنو څخه دي، چې هېڅوک یې د مخنیوي او ورته د ګواښ کولو حق نه لري. سره له دې چې ښاغلي حقیار به د بیان له ازادۍ څخه په استفادې نیوکې درلودلې؛ خو قانون ټولو افغانانو ته یوشان حق ورکړي، چې د بیان له ازادۍ استفاده وکړي. »

ددې تر څنګ په خبرپاڼه کې له امنیتي ځواکونو غوښتل شوي، چې د پېښې عاملین پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري.

حسن حقیار لیکوال او د سیاسي چارو پېژندل شوی شنونکی دی، چې تېره ورځ د اریانا تلویزون سره د نامعلومو کسانو له لوري په ډزو وویشتل شو.

نوموړی د برید په پایله کې ټپي شوی؛ خو ډاکټران یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Karwan

عبدالله عبدالله، دتعجب ځاي ده چه تاسي د بيان ازادي حمايه کوي. زه فکر کوم چه غواړي د خلکو اذهان بلي خواته واړوي. په حقيقت کي تاسي او ستاسي استخبارات دي چه هدفي وژني کوي او خلک نيسي. ستاسي ټولو دظلم نه ډکي مرداري ځيري اوس خلک ښي پيژني. مرګ په تاسي سيکولريستانو. کاروان

الحاج استاذ بیانزی

په حسن حقیار او نورو حق ویونکو د همدی ع او غ غلامانو له خوا بریدونه کیږی او دا هم وایی چه په هعه برید د بیان په ازادی برید دی دروغ وایی د همدی ایجړا او یا هغه بل ایجړا له خوا ورباندی برید شوی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x