
د ۲۰۲۰م کال شل اوریزو نړیوال جام شپاړس لوبډلې انتخاب شوې
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ لړم، ۱۳۹۸ل): ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۰م شل اوریزو نړیوال جام سیالۍ به په استرالیا هېواد کې ترسره شي.
د یادو سیالیو لپاره په نړیواله درجه بندۍ کې لومړۍ اته لوبډلو وار له مخه نړیوال جام ته لار موندلې وه، چې په کې افغانستان هم شامل دی.
دغه راز د سریلانکا او بنګلدیش لوبډلې چې په نهم او لسم مقام ځای لري په مستقیم ډول جام ته لار نه ده موندلې، دوی په نړیوال جام کې لوبېدو لپاره به د غوراوي سیالۍ څلور ګټونکو لوبډلو سره په سوپر ۱۰ کې سیالۍ ترسره کوي.
د شل اوریزو نړیوال جام لپاره د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د اکتوبر په ۱۱مه نېټه د غواروي سیالۍ پېل شوې، چې له مخې یې پي ان جي، ایرلینډ، هالنډ، سکاټلینډ، عمان او نمیبیا نړیوال جام ته لار وموندله.
دغه لوبډلې به د سریلانکا او بنګلدیش لوبډلو په ګډون چې په دوه ګروپونو به وویشل شي د نړیوال جام سیالیو په لومړي پړاو کې سیالۍ ترسره کړي، چې د هر ګروپ د سر دوه لوبډلې به د نړیوال جام دویم پړاو ته لار مومي.
په دویم پړاو کې به بشپړ ۱۲ لوبډلې چې ممکن په دریو ګروپونو به وویشل شي د نړیوال جام اصلي سیالۍ ترسره کړي.
🇦🇫 Afghanistan
🇦🇺 Australia
🇧🇩 Bangladesh
🏴 England
🇮🇳 India
☘ Ireland
🇳🇦 Namibia
🇳🇱 Netherlands
🇳🇿 New Zealand
🇴🇲 Oman
🇵🇰 Pakistan
🇵🇬 Papua New Guinea
🏴 Scotland
🇿🇦 South Africa
🇱🇰 Sri Lanka
🏝 West IndiesSee you at the Men's #T20WorldCup in 2020! pic.twitter.com/oItegnoI07
— ESPNcricinfo (@ESPNcricinfo) October 30, 2019
له دې وړاندې ویل شوي وو چې په نړیواله درجه بندۍ کې به ۸ مخکښ لوبډلې د شل اوریزو نړیوال جام ته مستقیما لار مومي، افغانستان دغه مهال اتم مقام درلود چې له سریلانکا او بنګلدیش وړاندې یې مستقیما لار موندلې ده.
د یادونې وړ ده چې د کرېکټ شل اوریزو نړیوال جام سیالۍ به د راتلونکي ۲۰۲۰م کال د اکتوبر میاشتې په ۱۸مه نېټه په استرالیا کې پېل او د نومبر میاشتې تر ۱۵مې نیټې به دوام وکړي.