افغانستان

سرچينه: خلیلزاد د امريکايي پوهنتون استادانو او طالب بنديانو د تبادلې لپاره کابل ته راغلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ لړم، ۱۳۹۸ل): د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت خاص استازی زلمی خلیلزاد اسلام اباد ته له سفر وروسته يو ځل بيا کابل ته راغلی او غواړي د امريکايي پوهنتون دوه بهرني استادان له لسګونو طالب بنديانو سره تبادله کړي.

د ګډ حکومت يوې سرچينې ويلي، زلمی خلیلزاد هڅه کوي، په  کابل کې د امريکايي پوهنتون دواړه بهرني استادان د طالبانو له بنديانو سره تبادله کړي.

د امريکايي پوهنتون دواړه استادان، چې يو يې امريکايي او بل يې استراليايي دی، د ۲۰۱۷ په اګسټ مياشت له کابله تښتول شوي وو، چې تر اوسه هم نه دي خلاص شوي.

د سرچينې په وينا، دغه دواړه استادان د طالبانو په بند کې دي او طالبان د دوی په مقابل کې د انس حقاني او حافظ عبدالرشيد په ګډون د اتيا طالب بنديانو د خوشې کولو غوښتنه کوي.

ګډ حکومت او طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د امريکايي پوهنتون د دوو استادانو د خلاصون ګنګوسې په داسې حال کې رسنيو ته راوتلي، چې د روان اکتوبر په لومړيو کې هم د طالبانو د سياسي مرستيال او قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ پلاوي په اسلام اباد کې له زلمي خلیلزاد سره وليدل، په سبا يې په بغلان ولايت طالبانو دوه هندي انجينران خوشې کړل او په مقابل کې يې امريکا د بګرام له زندانه د دوو واليانو په شمول يوولس لوړپوړي طالبان ازاد کړل.

د بنديانو د تبادلې په ټول جريان کې ګډ حکومت نه و دخيل او نه يې هم د بنديانو له خلاصېدو وروسته رسنيو ته سپيناوی وکړ.

مشرانو جرګې د خلیلزاد له لوري د بنديانو خلاصون د افغانستان په چارو کې لاسوهونه بللې وه او له حکومت څخه يې په دې اړه سپيناوی غوښتی و، خو حکومت تر اوسه هم په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د فاحشو دندی میکپ او لوڼدانو ته نزاکت او ځان شکلی کول دی، شوی هیواد کی غلامی اداری د هماغو فاحشو تمثیل کوی او د اوسنی نړیوال استعمار د لوړ بوړو چارواکو غلامی کی ساتنی او یرغملتیا د پاره پالیسی هم دا ده چه د فاحشو په شان یی لږ تر لږه یو ځل کاروی ویدی یی ثبت او ورته اخطر ورکوی چه د سرغړونو په صورت کی به دا علنی کیږی. د غلامی اداری چارواکی د خپلواک ښودلو د پاره ځینی شعارونه زمزمه کوی او بس کله پری د ملحد امان الله د غلامی او کله پری ټاکنی او… نور لوستل »

سیدزرغون شاه آغا

دوطن پلورونکو مشران جرګه. دغه مشران ندی، بلکه هغه غله، لوټماران، غاصبین،….. پنځوس عیب شرعی خلک دی چی دغه احمقان تراوسه په دی نه پوهیږی چی مداخله څه شی ده. دامریکا د… په زورناست یاست اوخبره د مداخلی کوی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x