شعـــــرونه

د پير محمد کاروان دوه غزلونه

پير محمد کاروان
په سپینه شپه د سپوږمۍ، او یا په لمر د غروب
د نغمو سیند وي روان، زړه د کاروان په کې ډوب

له یوه ګلابه مزل، تر بل ګلابه کوي
اخ دا بلبلې شېبې ، ژونده بلها یې محبوب

ها لوی کولال د جمال، په ناز ادا او په خیال
له مینې مینې سمبال، قالب قالب د قلوب

لفظونه سترګې سترګې، ګوري خالق د جمال
غزل غزل یې حجاب، شاعر شاعر یې محجوب

د څو ثقیلو قافیو، درنه بښنه غواړم
شاعري سخته لوبه ، په کې غالب شي مغلوب

کاروان لفظونه پېیي، په نرۍ مراندو د زړه
د تغزل طالبان، په کې موندای شي مطلوب

غزل

په اغزو کې مې دي بندې د زړه مراندې
نه مې رسي د بنګلې ګلاب ته ساندې

ګوندې ستا د ګوتې شین غمی په کې وي
ځېږې تیږې مې دي بار پر اوږو باندې

ستا د تاندو غوړو څڼو مصورې
ما لوګی درته د هیلو وچې سپاندې

ځرځې سترګې دې زري جنت کوکۍ دي
د رخسار پر ګلابونو دي رپاندې

مینه مړه مه شه پر ښکلیو به ماتم شي
وي جنډې به نیم ځوړندې اویزاندې

یو نسبت خو شته ورغوي مې تڼاکې
ستا پر غاړه مرغلرې ځلبلاندې

د رنجو اوښکې پرې و خوړې حسودې
د کاروان نغمې یې لا کړې ژبغړاندې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x