افغانستان

عبدالله عبدالله: که د طالب بندیانو خلاصون له سولې سره مرسته کولای شي؛ موږ ترې هرکلی کوو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ لړم، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت اجراییه رییس «عبدالله عبدالله» وایي، که د طالب بندیانو تبادله له سولې سره مرسته کولای شي، موږ له دې ګام هرکلی او ملاتړ کوو.

طلوع نیوز د عبدالله عبدالله له قوله لیکلي « که د طالب بندیانو تبادله افغانستان سولې ته رسولای شي، موږ ترې هرکلی کوو او باید په دې برخه کې همکاري وکړو».

نوموړي زیاته کړه «کله چې موږ سولې ته رسېدل غواړو، نو هیله مو باید داوي، چې یوه ورځ باید هیڅ سیاسي زنداني ونلرو.»

عبدالله داسې مهال د طالب زندانیانو له تبادلې هرکلی کوي، چې د امریکايي پوهنتون له دوو تنو استادانو سره د طالب زندانیانو د تبادلې اوازې ګرمې شوې.

د راپورونو په اساس، زلمی خلیلزاد په همدې موخه کابل ته راغلی او غواړي له همدې لارې هم خپل بندیان ازاد کړي او هم له طالبانو سره د درېدلو مذاکراتو د بیا پیل لپاره د باور فضاء رامنځته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د غلام غبدالله دا خبره چه که د طالب بندیانو خلاصول د سولی سره مرسته کولای شی (( هر کلی کوو )) ارزونه : لمړی: دا غلام خبیث ته د هر کلی او نه هرکلی واک او صلاحیت چا ورکړی دی غلام او د خپلواکو مجاهدینو د خلاصون او نه خلاصون برخه لیک د دغه غلامانو سره دی دوهم: که دا هم ومنو چه هبدالله بلواک نه خپلواک دی ، د بی ګناه بندیانو خلاصول د سولی د راتګ پوری څه اړه لری سوله خپل او د بی ګناه بندیانو خلاصون خپل ځای لری دواړه باید وشی او که یو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x