ټویټر پر سیاسي اعلانونو بندیز ولګاوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ لړم، ۱۳۹۸ل): د ټولنیزو رسنیو مشهورې پاڼې «ټویټر» پر ټولو سیاسي اعلانونو خپرولو بندیز ولګاوه.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې ټویټر اعلان کړی چې دوی پر سیاسي اعلانونو د بندیز پریکړه کړې، دغه پریکړه به د راتلونکې نومبر میاشتې له ۲۲مې نیټې څخه پلي شي.

ټویټر ویلي دي چې په امریکا کې د ۲۰۲۰م ټاکنو پر اساس یې دغه پریکړه کړې ده، خو دوی وایي چې د سیاسي اعلانونو نوې پالیسي او بشپړ جزیات به د نومبر میاشتې په ۱۵مه نېټه شریک کړي.

ټویټر دغه پریکړه ددې لامله کوي چې سیاسیون د خپلو اکاونټونو له لارې د غلطو معلوماتو خپرولو هڅه کوي، چې له کبله یې ګڼ شمېر کاروونکي ټویټر تر نیوکو لاندې راولي.

له دې وړاندې د امریکا په ۲۰۱۶م ولسمشریزو ټاکنو کې پر فیسبوک تور لګېدلی و چې د ټاکنو پرمهال ترې سیاسي ګټه پورته شوې او د کاروونکو معلوماتو ته یې لاسرسی درلودلی و، چې له کبله یې ټاکنو ته زیان رسیدلی و.

د امریکا حکومت په دې لړ کې پر فیسبوک بندیزونه او جرمانه لګولې وه، چې له کبله یې فیسبوک د ټاکنو په اړه سخته پالیسي غوره کړې ده، دوی د سیاسي اعلانونو پوسټونو خپرولو څخه وړاندې ددې تصدیق اړین ګرځولی و.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د