ورزش

ميکسويل د ذهني فشار له کبله کرېکټ پريښود

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۹ لړم، ۱۳۹۸ل): د استراليا ملي لوبډلې نامتو او چټک توپ وهونکي ګلين ميکسويل د ذهني فشار او رواني ستونزو له کله د کرکټ څخه د ټاکلې مودې لپاره رخصت واخيست.

۳۱ کلن ميکسويل چې د استراليا د لوبډلې يو له چټکو او لوبو ګټونکو لوبغاړو څخه دی، تېره اوونۍ د سريلانکا لوبډلې پر وړاندې په شل اوريزو سيالۍ کې چټکه پنځوسيزه هم ووهله.

د استراليا لوبډلې ارواه پوه مايکل لويد ويلي، ميکسويل به څه موده له کرېکټ څخه ليرې له خپلې کورنۍ سره تيرې کړي، هغه په ذهني فشار خپله کارکردګي لوړه کړې وه، داسې نه بريښېده چې نوموړی دې تر ذهني فشار لاندې وي.

د استراليا مشر روزونکي جسټن لينګر ويلي، ځينې مهال لوبغاړی خپل ذهني فشار او رواني ستونزې له ډاکټرانو او ارواه پوه پټې ساتي، خو دا يوه غوره پريکړه ده چې ميکسويل د ذهني فشار له کبله په کرېکټ کې وقفه کوي.

تېره اوونۍ آلراونډر ګلين ميکسويل د سريلانکا پر وړانډې په شل اوريزې سيالۍ کې چې په استراليا کې ترسره شوه په ۲۸ توپونو چټکې ۶۲ منډې جوړې کړې، د دريمې سيالۍ لپاره د نوموړي پر ځای ډارسي شورټ شامل شو.

داسې څرګنده نه ده چې ميکسويل به بيا کله سياليو ته راستنیږي خو د ځينو خبرو څخه څرګنديږي چې نوموړی به لږ تر لږه شپږ مياشتې له کرېکټ څخه ليرې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x