افغانستان

زلمي خلیلزاد له عبدالله عبدالله سره لیدلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰ لړم، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» له اسلام اباد څخه کابل ته راګرځېدلی او دلته یې له اجرائیه رییس «عبدالله عبدالله» سره لېدلي.

له اجرائیه ریاست څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کاږي، چې په دې لیدنه کې زلمي خلیلزاد ډاکټر عبدالله عبدالله ته د سولې د وروستیو هڅو او له مختلفو لورو سره د خپلو ناستو او مذاکراتو په تړاو معلومات ورکړل.

خبرپاڼه زیاتوي، چې عبدالله عبدالله د سولې په برخه کې د زلمي خلیلزاد له هڅو هرکلی وکړ  او سوله یې د افغانستان د خلګو او حکومت له لومړیتوبونو وبلله.

یاده دې وي، چې زلمی خلیلزاد کابو یوه اوونۍ وړاندې کابل ته او له کابله اسلام اباد ته تللی وو.

که څه هم کابل ته د خلیلزاد د سفر اجنډا څرګنده نه وه؛ خو داسې ویل کېږي، چې نوموړی د امریکایي پوهنتون د دوو تنو ښوونکو په بدل کې د طالب بندیانو د تبادلې په موخه سیمې ته سفر کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x