افغانستان

سیګار: افغان ځواکونو دفاعي حالت غوره کړی او تلفات یې زیات شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰ لړم، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو په مرستو باندې د څار اداره «سیګار» وایي، په وروستیو دریو میاشتو کې افغان امنیتي ځواکونه په دفاعي حالت کې وو او تلفات یې لوړ شوي.

د سیګار ادارې د امریکا کانګرس ته په لېږل شوي وروستي راپور کې لیکلي، چې په دې وروستیو دریو میاشتو افغان امنیتي ځواکونو دفاعي حالت غوره کړی چې له امله یې د تېر کال د همدې وخت په پرتله تلفات ۵ سلنه زیات شوي.

راپور زیاتوي، چې د طالبانو د بریدونو اغېزه پنځه سلنه زیاته شوې او افغان حکومت په دې وروستیو کې هڅه کړې د پولیسو او عسکرو د مرګ ژوبلې کره شمېره پټه وساتي.

بل لور ته د ګډ حکومت دفاع وزارت بیا د تلفاتو د زیاتېدلو په برخه کې د سیګار راپور ردوي، د دفاع وزارت ویاند «روح الله احمدزي» بي بي سي ته ویلي « هره ورځ ټول افغانستان کې عملیاتو کوو، سره له دې چې عملیات زیات شوي، خو د ځواکونو د مرګ ژوبلې کموالی ښيي، زموږ پام ډېر دې ته دی چې سرتېرو ته جګړه کې مرګ ژوبله ونه رسېږي».

دفاع وزارت ددې ترڅنګ ادعا کړې، چې ځواکونه یې له دفاعي حالت څخه تهاجمي حالت ته وتلي.

سیګار داسې مهال د طالبانو په بریدونو کې د دولتي عسکرو د تلفاتو دزیاتوالي راپورونه ورکوي، چې د ګډ حکومت امنیتي چارواکي وایي، طالبانو د جګړې مدیریت او رهبري له لاسه ورکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x