شعـــــرونه

غزل؛ مشر خان ناظر

مشر خان ناظر

د غـــره لمن، نرئ شمال ، سپینه کیږدۍاو شپېلۍ
د شنو نښترو زمزمې، ستوري سپوږمۍ او شپېلۍ

د جانان یاد، درد او فریاد بل د مړو اوښکو ډیـــوې
دشبګیرشــپه، د غــم ټپې، ژړا سلګۍ او شپېلۍ

دچا تصویر دې لکه مړئ راته پروت پرې ویر کـــړم
ورته کـــــووم د غــم سندرې غـــرنۍ اوشپېلئ

د عشق جنون ،دا تریخ بیلتون او دا یواځې ژونـدون
د ارمــــان چیغې مې راخیــژي له مرۍ او شپېلۍ

زړه مې نادان،حـسن پــرست، په فـــراقت کې دیار
له مانه غـــواړي هره شپه د خوب ګولۍ او شپېلۍ

بیا مشـــــرخان ناظـــر د سوز ډکې نغمې غـــږوي
یواځې ناست، تیاره ماښام، خړه سیلۍ او شپېلۍ

مشرخان ناظر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x