افغانستان

بغلان کې لسګونه عسکر د طالبانو لیکو ته ورغلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰ لړم، ۱۳۹۸ل): د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې لسګونه دولتي عسکر د طالبانو لیکو ته ورغلي او د هغوی له لوري یې دروند استقبال شوی.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کاږي « دپخواپه څېر تېرو څو ورځو کې د بغلان په ولایت کې یو ځل بیا د کابل رژیم ۴۴ تنه عسکر، پولیس، اربکیان او د جاسوسي شبکې غړي د ارشاد او دعوت د مسؤلینو او سیمیزو مجاهدینو په هلو ځلو له کابل ادارې څخه را جلا او مجاهدینو سره یو ځای شو.»

خبرپاڼه وړاندې لیکي «راغلو کسانو په خپلو پخوانیو کړنوپیښماني څرګنده کړې ، بیا د دښمن لپاره د هیڅ ډول فعالیت نه کولو ژمنه یې کړې، او مجاهدینو هم د هرکلي تر څنګ هغوی ته باورپاڼې ورکړې دي تر څو له هر ډول خطر پرته خپل ازاد ژوند ته دوام ورکړي.»

ددې ترڅنګ طالبانو په یاده خبرپاڼه کې د تسلیم شویو عسکرو پېژندنې او د باور پاڼو انځورونه خپاره کړي.

یاده دې وي، چې طالبانو په بیا، بیا د رسمي اعلامیو له لوري په دولتي عسکرو غږ کړی، چې د «پردیو» له ملګرتیا دې لاس واخلي او دوی ته له تسلیمېدو وروسته دې په بشپړ ډاډ خپل ژوند ته دوام ورکړي.

په دې وروستیو کې د طالبانو په هڅونه لسګونه عسکرو د هغوی لیکو ته مخه کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

یو بل ته تسلیم شی مه سره وژنی، جنگ مو دبل لپاره دی، وگوری دوارو طرفو ته سلاح او پیسی نور ورکوی. روس مو او چین مو دامریکی خلافدجنگوی او امریکا او غرب مو د خپلو اهدافو لپاره. ایا روس هم د جهاد غم کوی ایا چین هم د اسلام غم اخیستی خپله یی تقریبا یو ملیون مسلمانان په کمپو کی اچولی او تاسو سره کومک کوی دا زکه چی د امریکی خلافراستعمال شی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x