نړۍ

راپورونه: ماښامني ډرون برید کي الیاس کشمیری وژل شوی دي

ilyaskashmiriAFP543 (نن ټکی اسیا جون ۲۰۱۱/۰۴)پیښور: څو شیبی مخکي دبی بی سي اردو څانګي خبرنشر کړ چي دتیرماښام ډرون برید چيري چي رسنیو ویلی وو نه تنه وسلوال پکښی وژل شوی دي، دهغوي له جملي څخه یو هم الیاس کشمیري دي، الیاس کشمیري چي دالقاعدي دیو ي سمیزي څانګي حرکت الجهاد الاسلامي مشري یی په غاړه لرله او ورباندي ګمان کیدي چي په کراچي کی دسمندري ځواکونو دهوایی قواوو پرمرکزدبرید طرحه کونکي وو ، په پیښورکي یوه لوړرتبه حکومتي چارواکي دبی بی سي نړیوالي رسني ته ویلي که څه هم دالیاس کشمیري دوژني په اړه مو خبرونه  ترلاسه کړی دي خو تراوسه پوری دنوموړي دوژني پوره تاید نشم کولای.

په جنوبي وزیرستان کي هم دپاکستاني حکومت یوه چارواکي بی بی سي اردو څانګي ته ویلي چي تیرماښام دواڼه له بازار څخه تقریبا ۲۰ کیلومټره لري امریکایی ډرون الوتکو مزایل تغولی دی اومرګ یی ژوبله یی اړولي ده.

نوموړي زیاته کړه دومره خبریم چي وژل شوی کسان ټول پنجابي طالبان ول، خوله سیمي څخه عیني شاهدانو دبی بی سي اردوڅانګي ته ویلی دي په وژل شویو کسانوکي الیاس کشمیري هم شامل دی، عیني شاهدانو زیاته کړه چی کشمیری په تیرو ورځو کی له خیبر ایجنسي څخه واڼه ته راغلی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x