افغانستان

عبدالله عبدالله: د سولې لپاره وړاندې شوې طرحه یوازې د «غوښتنو» لست دی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰ لړم، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت اجرائیه رییس «عبدالله عبدالله» وایي، ددې پر ځای چې د سولې لپاره طرحې جوړې شي، اړینه داده، چې دې برخې ته اراده پياوړي او په سوله باور ودرلودل شي.

طلوع نیوز د عبدالله عبدالله له خولې لیکي، چې د حکومت له لوري اعلان شوې اووه ماده ییزه طرحه تر ډېره د هیلو او غوښتنو یو لست دی، چې د حکومت دننه هیڅ بحث ورباندې نه دی شوی.

نوموړي زیاته کړه « کله چې یو سیاستوال د سولې لپاره ګام اخلي، ترې وړاندې باید د سولې اراده او سیاسي هوډ لري او ورپسې د طرحې د تشې پوره کولو هڅه وکړي».

د عبدالله په قول، دا چې د سولې په برخه کې څه ډول کار شوی، خلګ یې باید په اړه قضاوت وکړي؛  خو د سولې د طرحې لپاره اړینه داوه، چې باید له مختلفو سیاسیونو او د حکومت په کچه ورباندې بحث شوی وای.

عبدالله عبدالله وروسته له هغه د سولې لپاره د ګډ حکومت وړاندې شوې طرحه د هیلو لست نوموي، چې څو ورځې وړاندې ګډ حکومت د سولې لپاره اووه ماده ییز پلان اعلان کړ او له نړیوالو یې وغوښتل، چې له دې طرحې ملاتړ وکړي.

حکومت ددې ترڅنګ ټينګار وکړ، چې یاده طرحه سولې ته د رسېدو تر ټولو لنډه لاره ده؛ نو ځکه اړینه ده ملاتړ ترې وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د ډبل عبدالله دا خبره چه [[ له سولی دمخه د سولی د پاره د ارادی لرلو ضرورت دی او … ]] سمه مګر له ناسمی خولی راوتلی.

برګی د خړی ورور دی ،

ع او غ دواړه د اشغالګرو غلامان او د هغوی د ګټو د پاره کینول شوی د اشغلګرو د ګټو د باره ارګ ته ننویستل شوی اد الهی نظام د مخنیوی د پاره داعشیان جوړ شول و د مظلوم اولس د استثمارولو ، وژلو او غلامولو د پاره کارول کیږی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x