واټس اپ پخپل اپلیکیشن کې د «فنګر پرنټ» ځانګړتیا زیاته کړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰ لړم، ۱۳۹۸ل): د ټولنیزو رسنیو مشهور اپلیکیشن د خپلو کاروونکو د واټس اپ امنیت او پټنتیا لا ټینګ ساتلو لپاره د فنګر پرنټ یا ګوتې کولپ ځانګړتیا وړاندې کړه.

که څه هم له تېرې اوږدې مودې راهیسې واټس اپ ددې ځانګړتیا وړاندوینه کړې وه او په ګڼ شمېر کاروونکو یې له ازمیښتي پړاوه هم تېر کړی دی، خو اوس یې رسمي اعلان وکړ.

ددوی په وینا چې له دې وروسته به د اندراید مبایلونو کې د واټس اپ پرانیستلو او بندولو پرمهال د فنګر پرنټ ځانګړتیا وي، دغه ځانګړتیا تر دې دمه د iOS په مبایلونو کې نه ده وړاندې شوې خو په اندراید سیستم لرونکو مبایلونو کې شتون لري.

که چیرې ستاسي مبایل پرانیستی هم وي نو د واټس اپ استعمال لپاره به له ستاسې څخه د ګوتې کولپ غواړي، او بل څوک به نشي کولای ستاسې واټس اپ استعمال کړي، واټس اپ د خپلو کاروونکو د ځانګړو معلوماتو د امنیت ټینګښت لپاره دغه کار کړی دی.

ددې ځانګړتیا د عملي کولو لپاره لاندې لار غوره کړئ:

لومړی په واټس اپ کې سیټنګ ووهئ، بیا له هغې ځایه پټنتیا Privacy ووهئ، بیا فنګر پرنټ لاک، او ددې پرانیستلو لپاره د فنګر پرنټ انلاک تڼۍ ووهئ او خپله د ګوتې نښه مو تصدیق کړئ.

یاده دې وي چې ددې نوې ځانګړتیا اپډيټ تر دې دمه د اندراید په ټولو مبایلونو کې نه دی وړاندې شوی، خو البته دغه ځانګړتیا به د واټس اپ په پټنتیا کې موجوده وي، ددې سربېره به په دې کې نورې ځانګړتیاوې هم شتون ولري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د