د امریکايي پوهنتون استادانو تبادله د مذاکراتي پیل د یوې پلمې په توګه

عبدالرحیم (ثاقب) لیکوال او سیاسي شنونکی

نن سبا په رسنیو کې له طالبانو سر د دوو تنو امریکايي پوهنتون استادانو د تبادلې خبرو زور اخیستی دی.

زلمی خلیلزاد دوه ځلي کابل او اسلام آباد ته سفرونه کړي او د حکومت د ملي امنیت د مشاور ښاغلي محب په وینا چې کابل ته یې د سفر لامل د امریکايي پوهنتون د دوو تنو استادانو د خلاصون لپاره و، خو طالبانو لا تر اوسه رسما په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغه دوه تنه استادان هر یو امریکایی کوین کینګ او آسترالیایی تیموتی ویکس طالبانو د ۲۰۱۶ کال د اګست په ۷مه د کابل ښار له منځه وتښتول او تر اوسه پوري یې له ځان سره د بندیانو په حیث ساتلي دي.

له طالبانو سره د امریکايي او بهرنیو بندیانو تاریخچه

طالبانو په تیرو اتلسو کلونو کې له امریکايي او بهرنیو ځواکونو سره د جګړې په ترڅ کې یو شمیر امریکایان او د هغوی په پوځي ټلوالې کې د شاملو هیوادونو اتباع ژوندي نیولي، په کلونو یې له ځانه سره اسیران ساتلي او بیا یې د خپلو لوړ پوړو بندي چارواکو په عوض کې تبادل کړي دي.

چې د ځینو مهمو هغو تبادلې یې په لاندې ډول تشریح کیږي:

۱- د ۲۰۰۷ کال په جون کې د لومړی ځل لپاره طالبانو په هلمند ولایت کې د ماسترو جیاکومو په نوم یو ایټالوي ژورنالیست ونیو چې وروسته یې د هغه په عوض کې د مفتي حکیمي (طالبانو لومړنی مهم ویاند) او استاد یاسر په شمول ۵ تنه لوړ پوړي طالب بندیان را خلاص کړل.

۲ـ  د ۲۰۰۷ کال په جولای کې یې د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د جنوبي کوریا (۲۵) تنه کلیسايي منصرین ونیول او د هغوی د خلاصون په مقابل کې له افغانستان څخه د ټولو کوریايي پوځیانو پر وتلو سربیره په لویه پیمانه مالي فدیه هم تري وڅنډله.

۳- د ۲۰۰۹ کال د جون په ۳۰ یې د پکتیا په ولایت کې د بوبرګدال په نوم امریکايي پوځي افسر د خپلې نظامي قرارګاه له مخې له وسلې سره ګوری مری وتښتاوه ، پنځه کاله یې له ځان سره وساته او بیا یې په ۲۰۱۴ کې له ګونتنامو زندان څخه خپل (۵) لوړ پوړي چارواکي باندې راخلاص کړل.

۴- د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر په (۶)  یې د بغلان په ولایت کې د دریو تنو هندي انجنیرانو په مقابل کې یولس تنه بندیان چې په هغو کې یې والیان او لوړ پوړي کسان هم شامل وو د بګرام له زندانه را خلاص کړل.

له دې پرته طالبانو د کاناډا، فرانسي، جرمني ، چاپان، چین، هند، ترکیې او ځینو نورو هیوادونو متعدد شمیر وګړي نیولي او بیا پرته له دې چې کابل حکومت په جریان کې وي په خصوصي ډول د هغو د متبوعو هیوادونو له چارواکو سره د جوړجاړي په ترڅ کې خوشي کړي دي.

د امریکايي پوهنتون د استادانو اوسنی برخلیک

اوس مهال له طالبانو سره د امریکايي پوهنتون د دووتنو استادانو تبادله او د هغوی د تبادلې برخلیک د مطبوعاتو د سر ټکی دی.

د یادې موضوع د مطبوعاتي کیدو لامل دوه شیان دي:

لومړی دا چې په یادو بندیانو کې یو یې شخصا د امریکا د متحده ایالاتو وګړی او بل یې که څه هم چې د استرالیا هیواد له اتباعو څخه دی خو له وظیفوي لحاظه امریکايي پوهنتون ته منسوب دی.

دوهم دا چې د هغوی مقابل د انس (حقاني) د تبادلې خبره کیږي او انس (حقاني) د طالبانو د اسلامي امارت د مرستیال سراج الدین (حقاني) چې امریکایان یې د خپل ځان تر ټولو سرسخت دښمن ګڼي ورور دي.

همدا وجه ده چې ښاغلی محب په دې اړه خپلو څرګندونو کې د انس (حقاني) خلاصون د خپل دولت لپاره سور خط بللی او ویلي دي چې د حکومت له توافق پرته د انس (حقاني) خلاصون ناشونی دی.

خو رابه شو دېته چې امریکایان د خپلو بندیانو په خلاصون کې د کابل سره خط ته څومره اعتناء کوي؟

د طالبانو او امریکایانو او یاهم نورو بهرنیانو ترمنځ د تبادلې تاریخچې ته که وکتل شي په یوې موضوع کې هم د کابل توافق ته اعتناء نه ده شوې او نه هم کم ترکمه هغه په جریان کې اچول شوی دی.

او دا ځکه چې امریکایان کابل حکومت ته د خپل یوه تحت الحمایه رژیم په سترګه ګوري حال دا چې امریکایان د نړۍ په کچه هغه مغرور خلګ دي چې په دغسي مواردو کې حتی د خپلو اروپايي ایتلافیانو ( د ناټو غړیو هیوادنو) توافق ته هم اعتناء نه کوي او په افغانستان کې د امریکايي وګړو د ژغورنې په اړه خپلسرې تګلاره لري.

له بله پلوه د انس (حقاني) او د هغه د ملګري حافظ رشید دوسیه له اساسه په کابل حکومت پوري اړه نه لري ؛ ځکه هغوی دواړه د سي، آی،اي سري ځواک لخوا له افغانستانه بهر نیول شوی ، او هسي د ساتلو او اوسیدلو لپاره کابل حکومت ته ورکړل شوي دي.

نور د هغوي د اسارت او خلاصون موضوع ټوله په امریکایانو پوري تړاو لري .

 

د ځنډول شویو خبرو د بیا پیل لپاره یوه مناسبه پلمه

په تیر سپتمبر کې د طالبانو او امریکايي استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ مذاکرات د ډونلډ ټرمپ لخوا په دې خاطر وځنډول شول چې په هغو کې تر ډیره د طالبانو برلاسي متحقق و ، او دا هغه څه دي چې مغرور امریکایان یې په هیڅ صورت منلو ته نه دي تیار.

خو له طالبانو سره د امریکايي استادانو اسارت هم څه عادي موضوع نه؛بلکې هغه سر خوږی دی چې له تیرو دریو کلونو راهسي هم امریکا او هم د هغوی په ایتلاف کې شامل هیواد استرالیا ورباندې سخت ځوریږي.

د هر میلادي کال په پیل په تیره د کریسماس په مراسمو کې د بندي استادانو کورنۍ د امریکا او استرالیا له ولسمشرانو او نورو پوځي چارواکو څخه په اوښلنو سترګو غواړي چې له طالبانو څخه د هغوی بندي خپلوان وژغوري ، مګر هغوی دری کاله له خپل ټول پوځي توان او هڅو سره د یادو استادانو په ژغورنې او خلاصون نه دي بریالي شوي.

د طالبانو او امریکایانو ترمنځ خبرې هغه یواځینی حل دی چې د دغو بندیانو د لاینحله موضوع په څیر نور هم ډیر پیچلی موضوعات ورکې حل کیدای شي.

خو دا چې امریکایانو د غرور له مخې دا خبرې ځنډولې بیا ځلي پیل یې هم د هماغه غرور له مخې ورته پیغور ښکاري.

مګر د یادو بندیانو تبادله داسې یوه موضوع ده چې ښايي امریکایان د هغوي په خلاصون کې خپل کړی غرور تر پښو لاندې تر څو سږني کریماس د یادو بندیانو د کورنیو له اوښکو پرته تیر کړي.

پای.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
5 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

محترم ثاقب صاحب ښه په زړه پوری معلومات مو وړاندی کړيدی .
د امريکا غرور نور مات دی ، دا هم د مذاکراتو د بيا پيليدو لپاره ښه پلمه ده ، مجاهدين به له بنده آزاد شی او طالبان به هم د خپلو بنديانو د ساتلو له مصئوليته خلاص شی ، د دواړو لوريو د بنديانو کورنی به خوشحالی شی او ځنډيدلی مذاکرات به بيا پيل شی .
دا ټوله خجالت او شرم به بياهم غلام او بيحيا دولت ته ورپاته وی .

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

ثاقب صاحب ! خو تل په جقایقو ولاړی او اموزنده لیکنی او حقایق هیوادوالو ته وړاندی کوی الله ج دی د دی قلمی جهاد اجرونه او لا نوره پیاوړتیا ورکړی. هو، دثاقب صاحب د لیکنی په تایید سره بیره: د امریکا په مشری نوی نړیوال استعمار یو استعماری فارمول دا هم دی چه څه وایی هغه نه کوی او چه څه کوی هغه نه وایی امریکا له طالبانو سره له اوله هغه څه چه یی د طالبانو سره توافق کړی معتقد او باوری نه وو ، د امریکا عمده هدف د غلامی اداری سره د طالبانو خبری دی ( مهمه… نور لوستل »

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه، استاد بیانزی ته، هره تبصره کی د طالیبانو ته داسی په ګوته کوی چه ،سترګی مو سری په ورخیژی،او ته په خپله جوړ تر او تازه په لندن کی له خپلو بچیانو سره ناست یی، ته په خپله سوسیال خوری،بچیان د ډبل په پونډونو معاش اخلی د انګریزانو نرسنګ کوی؛ زخمی طالیبان ټول د وینی ضایع کیدو څخه مړه کیږی.یعنی نه ډاکتر شته او نه نرس، دا چه هره تبصره کی نعری وهی چه جهاد جهاد دی،نو دا نرسان بچیان د لندن څخه افغانستان ته راولیږه چه د طالیب زخمیانو هغه وینه خو توقف کوی، د اسلام ازادی… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

د انګریزانو جاسوسان خپل ژوند او معشیت په جنګ کی لټوي. دا چی په خوار او مظلومه اولس څه تیری یو خدای پری خبر دی.

جميل
میلمه
جميل

افغاستان چی يو اسلامی هيواد دی ، همدا اوس ارګ او ټولی لوړی اداری په دينی او ملی خيانت او فساد کی غرقی دی .
داچی يو مسلمان افغان له بهر څخه خپله مينه د خپل مبارک دين او د ګران هيواد سره ښيی د قدر وړ دی او ستاينه یی بايد وشی ، خو داچی د نا اهلو او د دين او د هيواد د دښمنانو له لوری ښکنځل کيږی او بد ورته ويل دا به هغه ته وياړ وروبخښی او اجرونه به وګټی .
مځکه ټوله زمونږ د رب ده .

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

سلامونه اجمل صاحب،
انګریزانو او د هغوی جیره سوسیال خوارو،اوس د جنتونو زیری هم په خلکو کوی؛
زه نه پوهیږم چه په کوم صلاحیت د الله ج جنت انګریز سوسیال خوران ویشی؟
که ته پوهیږی څه راته ولیکه،خوب وینی،که څه دی؟
که په دا زیریو باندی خلک غولوی.اصلی شیاطین دیته وایی،

عبدالله
میلمه
عبدالله

بیانزیه! دا دطالب یعنی پنجاب معامله د امریکی سره ده د اولس وینی پروا نه طالب نه امریکا لری. افغانان بی تاسو هم مسلمانان وه، دی او وی به خو تاسو داسلام نوم په دنیا کی بدنام کر. ستاسو سیاسی رهبری د ملا برادر او ستانگزی په لاس کی ده ##. ### نو د داسی ### رهبرانو په صورت کی به همداسی د یو کال خبری د ترمپ لعین په یوه تویت په اوبو لاهو کیزی. خبره داده چی امریکی ملی پاسون احساس کری او همدا رنگه یی د طالبانو سره د چین، روس پاکستان او … هیوادو نظامی او… نور لوستل »

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه،
ثاقب صاحب سلامونه،
افرین د امریکایانو چه د خپلو وګړو دومره فکر ورسره دی.
د افغانانو واکدارنو ،سیاسیونونو ،ملایانو،طالیبانو،ملنګانو ،په شان نه دی چه هر ځای خپل وطندار په کمه بیه خرڅوی،قتل کوی،
لکه.خلقیانو چه روس لپاره ټول افغانستان ورټیله کړ
مجاهدینو پنجاب لپاره افغانستان کباړ کړ
طالیبانو القاعده بن لادن څخه افغانان او افغانستان اوه ځلی تاوو راتاوو بیا ترینه قربان کړ.
غرب زده ګانو لکه غنی او کرزی هم افغانان خپل منځنی جنګ ته ورټیل وهل