
شعـــــرونه
نازولې مرحله؛ اکرام الدين مفتون
اکرام الدين مفتون
خـير که د وحشت د سيند څپه را لنډه شوې ده
مــــونږ ته هـم د امـــــن کِــناره را لنډه شوې ده
نور د سپين سهار تر خوږې غېږې رسېدونکي يو
دغــه د ســـتړياوو تـوره شـــپه را لنډه شوې ده
دا خـــو شــهـادته! تـا ســـــره زمــونږه مـينه ده
ځکـه مــــو تر مـينځه فاصـــله را لنډه شوې ده
اوس زموږ وطن کې څوک ښېراوې چاته نه کوي
دومـــــره مـــــو تـر کلـي هـديره را لنډه شوې ده
نوره د خـــــزان د اجـــــل پـاڼـه زېړه شـوې ده
مسـته پســــــرليه سـتا وږمــه را لنډه شوې ده
هغه تور او سپين پټکي چې ګران هېواد پرې ښکلى ؤ
بيـــا يې نـازولــــې مــــــرحله را لـنډه شوې ده
شـــوى په مـفتون دى د يو چـــا د جدايۍ اثر
ځکـه يې مـلګــرو حـــــوصله را لنډه شوې ده
دیر عالی او په زړه پوری شعر ده ان شاالله امید لرو الله ته