افغانستان

تخار کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ لړم، ۱۳۹۸ل): د تخار ولایت په کلفګان ولسوالۍکې د یوې ترافیکي پېښې په پایله کې ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د تخار ولایت د والي ویاند «جواد جوهري» وايي، پېښه نن سهار شاوخوا اووه بجې وروسته له هغه رامنځته شوه، کله چې له کابل څخه بدخشان ته تلونکی یو ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکی موټر د کلفګان ولسوالۍ په حدودو کې له لارې څخه واوښت.

د جوهري په خبره، په یاده پېښه کې دوه ماشومان، دوې مېرمنې او یو نارینه وژل شوي او ۱۴ تنه نور ټپيان دي.

د نوموړي په قول، سیمې ته مرستندویه ډلې رسېدلې او ټپیان یې تر روغتونونو رسولي.

یاده دې وي، چې په هیواد کې د لویو لارو خرابوالی، ناسمه موټر چلونه او د شرکتونو له لوري د روږدو کسانو استخدام د ټرافیکي پېښو د زیاتوالي لاملونه بلل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x