افغانستان

طالبانو په روزګان ولایت کې د شپږو مدرسو پرانستنه کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ لړم، ۱۳۹۸ل): د طالبانو د تعلیم او تربیې کمېسیون مسئولینو په روزګان ولایت کې د شپږو مدرسو پرانستنه کړې.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کاږي، چې یادې مدرسې د روزګان ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې پرانستل شوې، چې له منځه یې د «نورانیه» په نوم یوه مدرسه لیلیه هم لري او ۲۵ تنه زده کوونکي پکې اوسي.

د طالبانو په خبره، د یادو مدرسو په جوړښت او پرانستنه کې د سیمې ولسي وګړو ورسره مرسته کړې.

یاده دې وي، چې طالبان د ښوونځیو، مدرسو او اکاډمیکو مرکزونو پورې اړوند چارو د سمبالښت لپاره د تعلیم او تربیې په نوم ځانګړي کمېسیون لري او په یاد کمېسیون کې راټول کسان وخت ناوخت د هیواد له مدرسو او ښوونځیو لیدنې کوي، زده کوونکي هڅوي او د ستونزو د حل لپاره یې لاس په کار کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x