افغانستان

لاریونوال: د لور په وړاندې د وژل شوي کس د قاتل په بدله کې بې ګناه کس وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ لړم، ۱۳۹۸ل): د کندهار ولایت مقام د ودانۍ مخې ته د امنیتي ځواکونو له لوري د یو «بې ګناه» کس د وژل کېدو په غبرګون کې لاریون روان دی.

لاریونوال چې د وژل شوي کس جسد یې هم له ځانه سره راوړی؛ ادعا کوي، چې نوموړی بې ګناه وو؛ خو امنیتي ځواکونو د وړې لور مخې ته د یوه پلار د ویشتلو په تور وژلی.

کندهار مېشتي خبریال «صدیق الله افغان» په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې یاد کس په مخابراتو وزارت کې دنده درلوده.

یاده دې وي، چې دوې ورځې وړاندې په کندهار ولایت کې د یوې وړې ماشومې په وړاندې د هغې د پلار وژلو ګڼ شمېر غبرګونونه راوپارول او د کندهار د والي په ګډون یې یو شمېر چارواکو د غچ اخستلو هوډ څرګند کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x