افغانستان

۲۰۱۹ کال کې د خبريالانو پر ضد له سلو زياتې پېښې ثبت شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ لړم، ۱۳۹۸ل): افغانستان کې د خپلواکو رسنيو د ملاتړ ادارې «نی» ويلي، د خبريالانو پر ضد له سلو زياتې د تاوتريخوالي پېښې شوي دي.

د نی اجرائيه مدير مجيب خلوتګر نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، په ۲۰۱۹ کال کې د خبريالانو پر ضد د تاوتريخوالي ۱۰۵ پېښې ثبت شوي، چې وژل، بندي کول، ټپي کول، اختطاف، سپکاوی او ورته يې نورې پېښې په کې شاملې دي.

د ښاغلي خلوتګر په وينا د حکومتي چارواکو له لوري د خبريالانو ډبول، د هغوی سپکاوی، بندي کول او د هغوی ازادي سلبولو ګڼې پېښې شوي، خو حکومت تر اوسه دغه پېښې نه دي څېړلي.

د نی اجرائيه مدير زياته کړې، چې د ناامنيو او تاوتريخوالي له امله په هېواد کې د خبريالانو دندې له سختو ننګونو سره مخ دي او کار کول ورته ستونزمن دي.

خبريالان وايي، د ګډ حکومت په تېرو پنځو کلونو کې د بيان ازادي تر ډېره سلب شوې او حکومت يوازې هغو رسنيو او خبريالانو ته اجازه ورکوي، چې د حکومت په پلوۍ خپرونې او څرګندونې کوي او کوم خبريالان، چې د حکومت منتقدين دي، پر وړاندې يې خنډونه رامنځته کيږي، ګواښونه ورته کيږي او د کارونو مخه يې نيول کيږي.

نی دا راپور په داسې حال کې خپور کړی، چې د خبريالانو د ژغورنې نړيوالې کمېټې هم افغانستان د نړۍ په کچه د خبریالانو لپاره شپږم خطرناک هېواد بللی دی.

د خبريالانو د ژغورنې د نړيوالې کمېټې د راپور پر اساس له سوماليا، عراق، سوريې، سويلي سوډان او فيلپين وروسته افغانستان د خبريالانو لپاره په نړيواله کچه شپږم خطرناک هېواد دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x