نظــر

دوزخ شاہ مولوي صیب

حفيظ الدين پيرزاده

په پخوا وختونو کې به غټو خانانو او نوابانو پخپلو علاقو کې تکړ‎ہ علماء ساتل.

مساجد او مدارس به یې ورته جوړ‎ول، معاشونه به یې ورکول او په ټولنه کې به یې د ھغوی له پراخ ولسي نفوذ څخه سیاسي استفادہ کوله!

دوزخ شاہ مولوي صیب چې اصلي نوم یې راته مالوم نه دی د ھماغه مھال یو ستر عالم، ژبه ور خطیب او لکه د بجلي گر مولانا صیب په ولس کې له خاص مقبولیت څخه بر خوردار شخصیت و.
ھغه به تل حق وایه او د حق په ځای کې به یې د چا مخ څټ نه کاته.
د خپلې حق وینا له امله یې د خپلې منطقې له خان سرہ اختلافات پیدا شوہ. له دې اختلافاتو د بلې منطقې غټ خان چې د مولوي صیب د منطقې د خان تربور و، گټه پورته کړ‎ہ.
دوزخ شاہ مولوي صیب یې له ځان سرہ خپلې علاقې ته بوتلو، کور یې ورکړ‎، معاش یې ورته مقرر کړ‎ او د خپل کلي د جامع جومات امام یې کړ‎!

یوہ ورځ په کومه ولسي غونډہ کې خان صیب د خانانو او نوابانو تر منځ په توپیر غږ‎یدلی و او بیا یې مولوي صیب ته مخ اړ‎ولی او ویلي یې و :
ټول خانان یو شان نه دي، ځینې بد خویه، ظالمان او مفسدین دي، د علماو لحاظ او احترام ھم نه کوي خو ځینې نور یې بیا داسې نه دي، له الله ویریږ‎ي، او د علماو قدر کوي!
په دوی کې ډیر توپیر موجود دی!
که څرنگ مولوي صیب؟!
خان فکر کاوہ مولوي صیب له ھغه بل خان څخه خفه دی، اوس به نو د ھغه بل سپکه او د دہ درندہ ووایي او په دغه وسیله به د خان محبوبیت پخپل ولس کې لا زیات شي.
خو مولوي صیب پوھیدہ چې خان یې له ولسي محبوبیت څخه ناجایزہ سیاسي گټه پورته کوي.
نو یې ورته وویل: ھو د خانانو، نوابانو تر منځ توپیر شته، خو ھومرہ توپیر لکه څومرہ چې د خنزیر په بچیانو کې وي؛ د چا سر تر ھغه بل غټ وي او د چا بیخ! څوک په رنگ تور وي، څوک سپین یا برگ!
دوی له دې ټولو توپیرونو سرہ سرہ بیا ھم په مجموع کې د یوہ خنزیر اولاد دی، نور توپیر یې تر منځ نشته!!
د مولوي صیب ځواب خان داسې یخ کړ‎ چې بیا یې تر اخرہ په مجلس کې بله خبرہ و نکړ‎ہ!!

دوستانو!
فیس بکي جنرال، ماشوم سادات ته په رسنیو کې ھماغه شان بازار موندنه روانه دہ لکه څرنگ چې د کارتون انجنیر ټامي محب ته روانه وہ او یا لکه څرنگ چې کلونه وړ‎اندې غربیانو غني بازار ته عرضه کړ‎ی و، کله به یې راته ویل دا سړ‎ی د ماتو دولتونو د بیرته گنډلو پھلوان دی، کله به یې د نړ‎ۍ دویم مفکر کړ‎ او کله به یې مشھور اقتصاد پوہ!!
لنډہ په دا چې ویل به یې: خر نه دی قچر دی، ورپورې د خرہ سر دی، بیحدہ زورور دی، بې بدیله ښه رھبر دې، د بار وړ‎ل یې ھنر دی، کله دی له بارہ مخکې او کله بار له دہ نه مخکې!!!!
ولس څه چې ډیر روڼ اندي پرې ھم خطا ایستل شول.

دا نسخه یې بیا په نورو ډیرو میډ إن غرب نانځکو ھم و ازمایله چې پایلې یې ښې را ووتلې!
اوس یې د سادات ځلولو، له ھغه څخه د اتل جوړ‎ولو په پار ھغه د خارجي قواو د تشنابونو له قراردادیانو سرہ میدان ته را ایستلی! چې پوښتنه وکړ‎ې، سادات کومه تاڼه فتح کړ‎ې؟ په فاتحانه سټائل کې به درته ووایي: د کابل په کوم سړ‎ک یې د کوم موټر چې د ولسي جرگې کوم قراردادي ته منسوب و، تورہ شیشه سپینه کړ‎ې!!!
یه خوار شئ! دا کار په نورو ځایونو کې د ترافیکو عادي سپاھیان کوي!! دا کومه تورہ یا اتلولي نه دہ!!

په ھر حال، دولتي جمبوریان په خواله رسنیو کې د سادات پر پالش او مالش لگیا دي، خو ځینې نورو بیا د پارلمان د قراردادیانو خوا نیولې او ھغوی پر حقه گڼي.

زہ بیا پر دواړ‎و خواو غږ‎ کوم او ورته وایم:
د امنیت د قاتلو چارواکیو او د ولسي جرگې د قراردادي کمیشنکارانو تر منځ ھیڅ توپیر نشته او که وي ھم نو ھماغومرہ به وي څومرہ چې موږ‎ ته دوزخ شاہ مولوي صیب په گوته کړ‎ی و.
_______________

حفیظ الدین پیرزادہ
د اکتوبر ۳۰/ ۲۰۱۹م
ستاکھولم سویدن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

جوړ تازه،
پیر زاده ته
د ستا لیکنه می ولوستله ،خو دا اخری دوه کرښه په ځای داسی لیکلی وای چه.
د امنیت قاتلو چارواکیو ولسی جرګی کمیشنکارانو،طالیبانو.داعشیانو،القاعدهیانو،هیڅ توپیر نشته،
کوم چه موږ ته دوزخ شاه په ګوته کړی دی،

محمد سلیم

همدا یو ته بیا ښه یې نور ټول خراب دي

عبدالله

د نن تکی اسیا اداری ته!
شه دین ته دعوت او خدمت کوی، دا بی پریتوب دی؟ ایا دا ستاسو انصاف دی چی زینی شکنزل کوی تبصیری یی او لیکنی یی خپروی زینی چی حقایق وایی تاسو یی تبصیری نه خپروی. بس جمیل، مجاهد، بیانزی، پتنگ تبصیری خپری زکه ستاسو یعنی پنجابی پروگرام سره سه روان وی.

الحاج استاذ بیانزی

پیرزاده صاحب ، ښکلی لیکنه او د هغه ښه او حقمل ملا صاحب قیصه او دریز مو د کابل په غلامه اداره او ځآنګړی ډول هغه ځوان غلام سيادت به اړه ښه تمثیل کړی مننه او ستاینه مو کوو. ډیره می خوښه شوه . مګر د هغه مولوی صاحب د نوم ( دوزخ شاه ) په اړه درسره توافق نه لرم، دا سمه ده چه تاسی به له کوم کتاب رانقل کړی وی مګر هغه کتاب کی هم شاید د کومو ایزمیانو له خوا قصدا لیکل شوی لکه د ملا نصرالدین په نوم چه کمونستانو د ملایانو د توهین د… نور لوستل »

غمی.پښتین

جوړ تازه،
استاد الحاج بیانزی ته.
پیر زاده صاحب د طالیبانو خواخوږی او ملاتړی دی.همدا د مطمین ثاقب حقانیار په شان.
د جنت زیری په وکړه،لکه په دا نورو د چه د جنت زیری کړی وه،
اروپا کی مهاجر هم دی،دوه واری د جنت زیری په وکړه،
د مهاجرت او د طالیب خواخوږی

الحاج استاذ بیانزی

غمی پشتین صاحب د الهی ازموینی ډګر دی، مونږ هڅه لرو چه په دی الهی ازموینه کی ډیر خلک بریا ترلاسه او د شیطان او دجال له بریدو وژغورل شی . مګر په دی هم اړه لری چه څوک څومره بدمرغه او یا نیکمرغه دی هغوی چه فطری بدمرغه دی زمونږ هڅی ورته ګټه نه رسوی په قران کی ورته د جاهل یا ضدی خطاب شوی او په اړه یی مسلمانانو ته قومانده ورکړی چه و اذا خاطبهم الجاهلون قالو سلاما . نو که تاسی له دغی ډلی یاست ، ستاسی سره مناقشی به نه کوو او د سلام په… نور لوستل »

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x