نړۍ

د پاکستان پوځ: له جمهوري حکومت سره ولاړ يو، هېچا ته به د حالاتو خرابولو اجازه ور نه کړو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ لړم، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د پوځ وياند تورنجنرال اصف غفور ويلي، پوځ بې پرې اداره ده، له هېڅ سياسي ګوند سره نه ده، خو پوځ د جمهوري حکومت تر شا ولاړ دی او پر مولانا فضل الرحمن يې غږ کړی، چې خپل شکايتونه اړوندو ادارو ته وسپاري او هيچا ته به د حالاتو خرابولو اجازه ور نه کړي.

د پوځ وياند له يوه خصوصي تلويزون سره د مرکې پر مهال وويل، مولانا فضل الرحمن مشر سياستوال دی، جمهوري ستونزې بايد له جمهوري لارې حل کړي، پر سړکونو دا خبرې نه حل کيږي او که په هېواد کې تاوتريخوالی او ګډوډي رامنځته کيږی، دا پاکستان له ستونزو سره مخ کړي او پوځ به هېچا ته د حالاتو خرابولو اجازه ور نه کړي.

جنرال اصف غفور دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې تېره ورځ د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن په اسلام اباد کې د حکومت ضد د اپوزيسيون ګوندونو راټولو شوو لسګونو زرو خلکو ته په وينا کې وويل، چې «ادارې بايد د ناجائزه حکومت له ملاتړه لاس واخلي او که ادارو د حکومت له ملاتړه لاس وانخيست، نو دوه ورځ وخت لري، که حکومت استعفا ونه کړه، د هېواد حالات به بې کنټروله شي.»

په پاکستان کې چې ادارې مطلق یادې شي، موخه ترې پوځ وي او مولانا فضل الرحمن هم وروسته روښانه کړه، چې د ده موخه د پوځ اداره ده.

د يادونې وړ ده، چې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د اپوزيسيون ګوندونو لسګونو زرو غړو په پلازمېنې اسلام اباد کې د حکومت پر ضد احتجاجي ناسته پيل کړې او له حکومته غواړي، چې استعفا وکړي او نوو ټول ټاکنو ته زمينه برابره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

زما په اند عمران خان غواړی څه نا څه د امريکی د تسلط څخه پاکستان وژغوری او استقلال حاصله کړی چی دا د عمران له ويناوو څخه له ورايه ښکاری ، دی داهم غواړی چی د فساد کچه راټيټه کړی . وروسته له مرحوم ضياءالحق نه عمران خان د پاکستان يوازينی مشر دی چی پخپلو ويناوو کی اسلام ته ځان ژمن ښيی ، خو د عمران کړه وړه پر آموخته شويو او عادت شويو د کفارو پر نوکرانو ښی نه لګيږی پديچی د استقلال په ګټلو او د فساد په ورکيدو کی د نورو ګوندونو مشران ځانونه په خطر کی… نور لوستل »

مجاهد

جمیل صاحب ! زه هم ستاسی د یادونو په شان عمران خان ته په نسبی ډول خوشپین یم، د عمران خان همدا خبره چه وایی د دی دوه هیوادو ترمنځ پولی په رسمیت نه پیژنم یعنی دواړه یو هیواد ګڼم ډیره معقوله طرحه او نظر دی . که پاکستان او افغانستان یو هیواد او الهی نظام بکی پلی شی زه باور لرم چه تر تله استقلال به وساتلی شی . امت مسلمه جغرافیاوی پولی نه لری هر چیری چه مسلمانان دی هغه زمونږ د مسلمانانو خاوره ده . د اشغالګرو هڅی هم دا دی چه زمونږ او باکستان ترمنځ د… نور لوستل »

عبدالله

مجاهد! ماویلی وه چی یا انگریز یا پاکستانی یا هم بی علمه افغان یی. طرحه دی د پرویز مشرف او ای اس ای ده. تاسو اوس دهغی خوا پشتنو ته سه حق ور کری چی دی خوا پشتانه هم د زانو سره یو زای کوی؟ هلته تقریبا ۷۰ زره پشتانه ورک دی، کورونه او دوکانونه مو ور چور او ونرول، حتی پست انسانانو د زنانه وو بی عزتی یی وکرل، بلوچو ته مو سه ورکری؟ ستاسو تور لینگو پنجابیانو مخ تور دی( البته فوج یادوم نه ملت، ملت کی شه خلگ شته). تاسو سنگه شرم نه لری چی د یو… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x