افغانستان

خلیلزاد: پایدراې سولې ته د رسېدلو لپاره اړینه ده  تشدد کم شي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ لړم، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» وايي، یوې پایدارې سولې ته د رسېدلو لپاره اړینه ده تر هر څه وړاندې تشدد کم شي.

دغه څرګندونې کابل ته د خلیلزاد د سفر په تړاو د امریکا له سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي.

خبرپاڼه کاږي، چې زلمي  خلیلزاد د اکتوبر د میاشتې له ۲۶-۲۸ او بیا له ۲۹ اکتوبر څخه د نومبر د میاشتې تر لومړیو په کابل کې  شتون درلود او دلته یې د ولسمشر غني او اجرائیه رییس عبدالله عبدالله په  ګډون له ګڼو پخوانیو چارواکو، سیاسي فعالانو او دینې طبقې سره ولېدل.

د خبرپاڼې په بنسټ، خلیلزاد په خپلو لیدنو کې څرګنده کړې، چې امریکا له یوې سیاسي لارې د افغانستان د کړکېچ پای ته رسولو ته ژمنه ده او یوې پایدارې سولې ته د رسېدلو لپاره دا اړینه بولي، چې په تشدد کې کموالی راشي.

خلیلزاد داسې مهال د سولې لپاره د تشدد د کمولو غږ کوي، چې په دې وروستیو کې د امریکا او طالبانو تر منځ د درېدلو مذاکراتو د بیا پيل هیلې راټوکېدلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
یاسر

اشغالګرو او د هغوی غلامانو ته پکار ده چه تشدد کم کړي.

منتقم منګل

Troops withdrawal schedule is the key to reduce violence, so why you deviate from the main point

Mujahid

We agree with you 100%

عظیمی

تاسی اشغالګر او دا خپل روزلی سپی[صفر ۱ …. داسی نوری قطعی او انسان وژنکی ټولی لکه ملی امینت سپشل فورس او داسی نوری معلومی او مجهولی نظامی او غیر نظامی قوواوی ] مو چاپو انسان وژنو او غیر انسانی ګړونو ته ایله کړی بمبار شپه او ورځ شروع. او بل ته وایی تشدد کم او بند کړه. خبله اول ګام پورته که او یو طرفه اعلان د نه تشدد وکه نو به خلګ او دنیا فکر وکړی چه ته رشتیا هم صلح غواړی.او خلګ به طالبان ګرم کړی چه اصلی د افغانستان بدبختی ددوی د لاسه ده.او بل دملا… نور لوستل »

اجمل

عظیمی ته: حکومت خو همدا اوس اوربند غواړی ولی تاسی طالبان له اوربند څخه ویره لری.

جميل

خليلزاده ! تاسوته به ښه پوره جوته شويوی چی افغان مجاهد عالمان نشی تير ايستلای . دا څنګه کيدای شی چی د کفری اشغال د شتون سره دی افغان ميړنی مجاهدين خپل سپيڅلی جهاد سست کړی او تاسی به په وياړ سره واياست چی تيره مياشت مو تر زر ډيری بمباری کړی او ډيری ښځی ، واړه او زاړه مو شهيدان کړل . دا ومنی چی تاسی نور د کشه لويدلی ياست او نور مو د دی ميړنی او مجاهد ولس سره څه د وسه ندی پوره ، خپل ټوله زور مو وازمايه خو کومه مثبته نتيجه مو تر لاسه… نور لوستل »

مجاهد

ګود شیطان که څه هم دی هیواد کی زیږیدلی مګر وینه او عقیده له امریکایانو او اروپایانو ده هغه او هغه یهودی میرمن ( د سک ملګری ) د نظم نوین جهانی غړیتوب لری کوم چه د دجال د نړیوال حکومت جوړونی کاری اداره ده، د هغوی غړی د الهی نظام په مخالف اړخ کی قرار لری دجال د خدایی دعوی کوی د فساد او جنګونو ( وینو تویولو ) اخری لوی مسول دی د عیسی ع په واسطه به وژل کیږی او خلک به یی له فتنو او شره ژغورل کیږی. ګوډ شیطان پایداره سوله هغی ته وایی چه… نور لوستل »

اجمل

تشدد به څنګه کم شی چی ته ماته د امریکی غلام وایی او زه تاته د پنجابی غلام وایم. ته هم کلمه وایی او زه یی هم وایم. ته د ما وینی ته تږی یی او زه ستا. د آخرت په ورځ به پخیر دواړه انشاالله جهنم ته روان یو ځکه چی زما او ستا د جنګ تر منځ هر ورځ بیګناه افغانان شهیدان کیږی وجه یی زه او ته یو. بهتره لار داده چه الله ته رجوع وکړو او توبه وباسو او دواړه سره پخلا شو او سوله وکړو. سوله چی زما او ستا په لاس کی وی نه… نور لوستل »

Back to top button
8
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x