افغانستان

ارګ د عبدالله عبدالله په غبرګون کې؛ د سولې طرحې ته د غوښتنو لست ویل ضعیف سیاسي لیدلوری ښيي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ لړم، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې د ګډ حکومت اجرائیه رییس «عبدالله عبدالله» د حکومت مشر «اشرف غني» له لوري د سولې وړاندې شوې طرحه د غوښتنو لست وباله؛ ارګ یې په غبرګون کې د نوموړي سیاسي لیدلوری خوار بللی.

د ارګ ویاند «صدیق صدیقي» په همدې تړاو په خپل ټويټر لیکلي، چې اشرف غني خپل نظر په واضح ډول ټولو لورو ته ویلی، طرحه یې چمتو کړی او له یوې څرګندې پالیسي سره یو ځای یې د طرحې د عملي کولو ګامونه اخستي.

صدیقي زیاته کړې، دا چې د سولې لپاره جوړه شوې طرحه د غوښتنو  لست بلل کېږي، موږ یې مخالف یو او د سیاسي لیدلوري ضعف یې بولو.

د نوموړي په قول، اوسنی مهال د سیاسي هوښیارۍ زمانه ده.

یاده دې وي، چې څو ورځې وړاندې د ګډ حکومت مشر سولې ته درسېدو لپاره یوه اووه ماده ییزه طرحه اعلان کړه او له نړیوالې ټولنې او ټولو سیاسي جهتونو یې وغوښتل څو له یادې طرحې ملاتړ وکړي، ځکه په خبره یې، یاده طرحه سولې ته د رسېدو تر ټولو لنډه تګلاره ده.

اجرائیه رییس د حکومت مشر دې ګام ته په غبرګون کې وویل، چې یاده طرحه یوازې د غوښتنو یو لست دی، چې د حکومت دننه هیڅ بحث ورباندې نه دی شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x