افغانستان

تخار کې چاودنې د ښوونځي نهه زده کوونکي وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ لړم، ۱۳۹۸ل): د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ کې د ماین چاودنې د ښوونځي نهه تنه زده کوونکي وژلي.

د تخار ولایت د پولیسو ویاند «خلیل اسیر» بي بي سي ته ویلي، چې ياده پېښه د درقد ولسوالۍ په کوترمه سیمه کې رامنځته شوې، چې په پایله کې یې نهه تنه زده کوونکي وژل شوي او یو بل ټپي دی.

په درقد ولسوالۍ کې د «ابوذر غفاري» ښوونځي ښوونکو منلې، چې وژل شوي او ټپي زده کوونکی ټول د همدې لیسې زده کوونکي دي.

یاده دې وي، چې تر دې دمه د پېښې پړه هیڅ کومې ډلې په غاړه نه ده اخستې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x