افغانستان

پارلمان: امنیتي چارواکي لافې وهي او خلګو ته دروغ وایي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ لړم، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي، امنیتي چارواکي لافې وهي او خپلو خلګو ته دروغ وایي.

د «اریانا نیوز» د راپور په اساس، د ولسي جرګې رییس «میر رحمان رحماني» وویل، کله چې امنیتي ځواکونه کابل ته نږدې د میدان وردګو لاره کنټرولولای نشي؛ نو د افغانستان خلګ څه ډول له هغوی څخه د لیري پرتو لویو لارو د امنیت هیله ولري.

رحماني زیاته کړه « امنیتي چارواکي او وزیران یوازې له لافو سره بلد دي او خپلو خلګو ته دروغ وایي، هغوی په اول سر کې ویل چې سر یې وهو او سنګر یې نیسو؛ خو اوس موږ وینو چې هره ورځ زموږ امنیتي سرتېري وژل کېږي.»

وکیلانو ددې تر څنګ په نننۍ ناسته کې وویل، چې د هیواد ټولې لويې لارې نا امنه او د وسلوالو په لاس کې دي او امنیتي ځواکونه نه دي توانېدلي دې حالت ته تغیر ورکړي.

وکیلانو زیاته کړه، چې طالبان په لویو لارو باندې واک لري او په یادو لارو باندې د طالبانو کنټرول د امنیتي ځواکونو بې کفایتي ښيي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

وکیلان هره ورځ خپل حماقت څرګندوی. امنیتی چارواکی مجبوره دی چی لافی او درواغ ووایی. ګډحکومت یوڅواجړان اوغلو ته دامنیت د ساتلو وظیفه ورکړی ده. او هغوی په خپلو غلاوبوخت دی. بی امنیتی دغلو د پاره بهترین چانس دی.

الحاج استاذ بیانزی

کشکی تش په نامه پارلمان کی د ملت رشتونی داسی کسان ناست وی چه د ملت د خلکو نمایندګی او د اشغال او غلامی اداری سره یی کرکه او دشمنی لرلی برخلاف دوی اشغال غواړی او د اشغال په اوږدولو کی یی ګټی خوندی دی. دوی چه وایی [[ امنیتي چارواکي لافې وهي او خلګو ته دروغ وایي]] د دی د پاره دی چه له امنیتی ځواکو غواړو ، د مجاهدینو ضد تر دی زیات وجنګیږی محوه او یا مهار یی کړی او د ډالرو بهیر دوره زیاته او باوری کړی. حتی که د دوی د پاره امنیتی ځواکونه رښتیا… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx