افغانستان

پکتیکا کې د ماین چاودنې ۷ تنه وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ لړم، ۱۳۹۸ل): د پکتیکا ولایت په سروضه ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماین چاودنې له امله ۷ تنه ولسي وګړي وژل شوي.

د پکتیکا ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند «شاه محمد ارین» وایي، پېښه نن ورځ له غرمې وروسته هغه وخت رامنځته شوه، کله چې په سروضه ولسوالۍ کې یو سراچه ډوله سورلۍ وړونکی موټر د سړک د  غاړې ماین ته برابر شو.

د ارین په خبره، په چاودنه کې ۷ تنه وژل شوي، چې له منځه يې څلور تنه د یوې کورنۍ غړي دي.

امنیتي چارواکي د پېښې پړه په طالبانو اچوی.

طالبانو که څه هم تر دې دمه د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې دوی ته د ملکي تلفاتو منسوبول د حکومت او بهرنیانو د تبلیغاتي جګړې توکي یاد کړي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

الله د لدی ورسته پکی هغه کسان برابر کړی چی دا مینونه ږدی که طالب وی که حکومتی کسان.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x